کابل (پژواک،۲۰ سلواغه ۱۴۰۱): د عدلیې وزارت وايي، په تېرو شپږو میاشتو کې په کابل ښار کې د معاملاتو لارښوونې ۳۳۲ دفترونه یې د غېرقانوني فعالیت له امله تړلي دي.
دغه وزارت نن (د سلواغې ۲۰مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د عدلیې وزارت د معاملاتو لارښوونې او عریضهلیکونکو چارو ریاست په تېرو شپږو میاشتو کې د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۵۵۴ دفترونو څارنه او لیدنه کړې ده.
د یاد وزارت په خبره، د دې څارنې په لړ کې د معاملاتو لارښوونې ۳۳۲ دفترونه یې د جواز نه لرلو، په جعلي پاڼو کې د معاملاتو ترسره کولو، نمایندهګۍ جوړولو او غېرقانوني ځای ته د لېږد له امله تړلي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، د عدلیې وزارت د معاملاتو لارښوونې او عریضهلیکونکو چارو ریاست د معاملاتو لارښونې ۱۰۷ دفترونو ته له جواز اخیستو وروسته د فعالیت اجازه ورکړې ده.
عدلیې وزارت زیاته کړې چې دغه ریاست د معاملاتو لارښوونې ۱۸۷ دفترونو ته د بېلابېلو لاملونو له امله سپارښتنه کړې ده.
سرچینې دغهراز ویلي، په شپږو میاشتو کې یې د غېرقانوني پلور کندو (سېټو) ۴۷ پاڼې، د غېرقانوني کرایې د کندو ۳۰۱ پاڼې، د غېرقانوني ګروۍ سېټو ۴۸ پاڼې او د موټرو غېرقانوني پلور د سېټو ۴۰۳ پاڼې ترلاسه کړې او په اصلي کندو کې یې درج کړې دي.
همداراز یاد ریاست د پلور سېټو ۱۵۸۷ پاڼې، د کرايي سېټو ۲۴۳۰ پاڼې، د ګروۍ سېټو ۱۷۸۲ پاڼې او موټر پلورلو سېټو ۴۴۰ پاڼې له بیلانس او د معاملو لارښوونې له راپور سره اخیستې او بررسي کړې دي.
سرچینې زیاته کړې چې د دغه څېړنې په لړ کې د مراجعینو ۲۴ شکایتونو ته هم رسېدنه شوې او د وثایقو په محکمه کې د معاملاتو لارښوونې د ۴۰ دفترونو د شرعي قبالو رفع تضمین اجرا شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د عدلیې وزارت د معاملاتو لارښوونې او عریضهلیکونکو چارو ریاست په تېرو شپږو میاشتو کې د جعلي سېټو د مالیاتو درج کولو له درکه شاوخوا ۳ میلیونه او ۳۱۹ افغانۍ راټولې کړې او د اسلامي امارت خزانې ته يې تحویلې کړې دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د معاملاتو لارښوونې ۵۳ دفترونه یې معلوم کړي چې جوازلیکونه یې لغوه کړي او د معاملاتو لارښوونې او د عریضهلیکوونکو د ۴ دفترونو مسوولین له نظارته وروسته، تر عدلي تعقیب لاندې راغلي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، د معاملاتو لارښوونې او عریضهلیکوونکو د ۱۰۷ نورو دفترونو مسوولینو او سرغړونکو ته سپارښتنه شوې او له هغوی یې ژمنه اخیستې او د معاملاتو لارښوونې ۲۷ دفترونه د کابل په بېلابېلو برخو کې د استخباراتو لوی ریاست د ۰۸ قطعې مکتوب پر اساس، نظارت او بررسي کړي دي.
Views: 61