Pajhwok Afghan News

د سره صلیب او سرې میاشتې نړۍوال فدراسیون د افغانستان لپاره خپله کلنۍ بودجه کې زیاتوالی راوستی

کابل (پژواک، ۲۱ سلواغه ۱۴۰۱): د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنې نړۍوال فدراسیون (IFRC) وايي، د روان ۲۰۲۳ زېږدیز کال لپاره يې افغانستان ته خپله کلنۍ بودجه د تېرو کلونو په پرتله زیاته کړې ده.

دغه څرګندونې د یاد فدراسیون د اسیا پاسيفېک حوزې مشر الکساندر ماتیو پرون په کابل کې د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره په لیدنه کې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا‌احمد تکل تېره شپه په خپله ټويټرپاڼه کې لیکلي: «د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنې نړۍوال فدراسیون (IFRC) د آسیا پاسیفیک حوزې مشر الکساندر ماتیو د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي سره ولیدل.»

سرچینې لیکلي، ماتیو په هېواد کې له اوسني وضعیته د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ د تېرو کلونو په پرتله د روان ۲۰۲۳ زېږدیز کال لپاره د کلنۍ بودجې او خدماتو زیاتولو خبر ورکړ.

هغه ویلي چې یاد فدراسیون به په افغانستان کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

سرچینه زیاتوي، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د یاد فدراسیون کړنې وستایلې او هیله یې وښوده چې د هېواد لرو سیمو ته د خدماتو غځولو، د روغتونونو اکمال او تجهیزولو او بهر ته د ناروغانو لېږدولو په برخو کې خپلې هڅې نورې هم ګړندۍ کړي.

Views: 155

Exit mobile version