ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دلاور: ولس که خپلواکي له لاسه ورکوي نو د مشرانو له وجهې به وي

دلاور: ولس که خپلواکي له لاسه ورکوي نو د مشرانو له وجهې به وي

author avatar
15 Feb 2023 - 15:56
دلاور: ولس که خپلواکي له لاسه ورکوي نو د مشرانو له وجهې به وي
author avatar
15 Feb 2023 - 15:56

کابل (پژواک، ۲۶ سلواغه ۱۴۰۱): د سرپرست حکومت ځينې چارواکو له افغانستانه د شوروځواکونو د وتلو په اړه جوړې شوې غونډه کې وويل چې افغان ولس د هېڅ یو ځواک غلامي نه ده منلې خو که ولس خپلواکي له لاسه ورکوي نو د مشرانو له وجهې به وي.

ولس که خپلواکي له لاسه ورکوي نو د مشرانو له وجهې به وي

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ شهاب‌الدین دلاور نن کابل کې له افغانستانه د شوروی لښکرو د وتلو او ماتې خوړلو ورځې نمانځغونډې ته وویل، خپلواکي ولس اخلي او که له لاسه یې ورکوي، نو د مشرانو له وجهې به وي.

دی وايي: «ازادي د ملت په مټ اخیستل کیږي او هغه څوک یې ضایع کوي چې د ملت له احساساتو په استفادې ځان واک ته ورسوي او بېرته خپل ملت ته شا واړوي.»

هغه زیاته کړه، خپلواکي ساتل او له لاسه ورکول یې د يوه هېواد په مشرانو پورې اړه لري.

افغان ولس د هېڅ یو ځواک غلامي نه ده منلې

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد په یاده غونډه کې وویل: «هغه څوک چې د ولس د وېشلو هڅه کوي، باید واوري چې افغانان نور پوه شوي او تجربه یې ترلاسه کړې چې د تېر وضعیت تحلیل وکړي.»

دی وايي: «افغان ولس د هېڅ یو ځواک غلامي نه ده منلې او ستر ځواکونه یې مات کړي دي.»

هغه زیاته کړه چې ټول افغانان دې د نظام ملاتړ وکړي څو بیا هغه ناخوالو ته ور ونه ګرځي له کومو چې ډېر ستړي شوي دي.

نړۍ د افغانستان پرمختګ نه شي زغملى

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي وویل، نړۍ د افغانستان پرمختګ نه شي زغملی او هیله ده چې افغانان ورته متوجه شي.

دی وايي: «۴۴ کلونه وروسته په افغانستان کې یو ګز داسې ځمکه نشته چې د بل چا تر سلطې لاندې وي، نړۍ د افغانستان دغه پرمختګ نه شي زغملی.»

هغه زیاته کړه، د افغانستان په هره سیمه کې چې داعش ډله سر پورته کوي، نو ځپل کېږي.

متقي زیاتوي: «له نړۍ سره مثبتې اقتصادي، سوداګریزې او دیپلوماتیکې اړیکې غواړو.»

د يادونې وړ ده، سږکال د سلواغې ۲۶مه چې پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د یرغل له ۳۴مې کلیزې سره برابره ده، دغه ورځ هر کال په افغانستان کې عمومي رخصتي وي او لمانځل کېږي.

Views: 642

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.