Pajhwok Afghan News

استخباراتو ریاست: کابل کې د داعش درې غړي وژل شوي او یو بل نیول شوی

کابل (پژواک، ۲۶ سلواغه ۱۴۰۱): د استخباراتو عمومي ریاست وایي چې ځانګړو ځواکونو د کابل ښار په اتمه امنیتي حوزه کې د داعش ډلې پر یوه مهم پټنځای عملیات کړي چې په پایله کې د یادې ډلې درې غړي وژل شوي او بل یې نیول شوى دى.

 د اسختباراتو لوی ریاست پرون د سلواغې په ۲۵ مه په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي: «د ا.ا.ا استخباراتو لوی ریاست ځانګړو مجاهدو ځواکونو د کابل ښار کارته نو سیمه کې د خوارجو فتنه ګرو پر یو مهم پټنځای پېچلي عملیات ترسره کړل، چې په ترڅ کې یې درې تنه خوارج ووژل شول او پاتي یو تن یې له ګڼ شمیر نظامي، تخنیکي او ځینو نورو الیکترونیکي وسایلو او تجهيزاتو سره ونیول شو.»

په ورته مهال، د افغانستان سرپرست حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د سلواغې په ۲۴ مه د شپې ناوخته په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي وو چې د کابل اتمې حوزې اړوند په کارته‌‌نو سیمه کې د «داعشي خوارجو» پر يوه مهم پټنځای عمليات پیل شوي او تر اوسه د دغې ډلې يو شمېر کسان وژل شوي دي.

مجاهد ویلي وو، دا د «خوارجو» يو مهم ګروپ دی چې د کابل په وروستيو بريدونو کې يې لاس درلود او بهرني وګړي هم په کې شته.

د سیمې اوسېدونکو په ټولنیزو شبکو کې لیکلي وو چې هلته ګڼ شمېر چاودنې شوې او ترڅو ساعتونو پورې یې د درنو او سپکو وسلو ډزې هم اورېدلې وې.

Views: 169

Exit mobile version