ښرنه (پژواک، ۲۷ سلواغه ۱۴۰۱): د پکتیکا په ګیان ولسوالۍ کې مېشتو قومونو پرېکړه کړې چې له دې وروسته به څوک لوړ ولور نه اخلي او په واده کې به ډېر لګښت نه کوي.
قومونو دا پرېکړه د سېلاب خیریه بنسټ د هڅو په پایله کې کړې ده.
په دې پرېکړه کې راغلي چې له دې وروسته به خلک د خپلې لور او خور شرعي واده ترسره کولو په موخه یوازې درې لکه افغانۍ مهر اخلي چې په دغو پیسو به د نجلۍ د واده لګښت کوي او هغې ته د کور وسایل پېري.
د سېلاب خیریه بنسټ مشر سیداحمد سېلاب پژواک خبري اژانس ته وویل، موده مخکې یې د زلزلې پر مهال ګیان ولسوالۍ ته سفر کړی و او ویې مونده چې په دې ولسوالي کې خلک په ودونو کې له ۲۰ تر ۳۰ لکه کلدارو ولور اخلي.
دی وايي، لوړ ولور او نورو ناوړه دودونو ډېری ځوانان اړ کړي چې د واده لګښت پوره کولو لپاره پر ځان سختۍ ومني او د کار لپاره نورو هېوادونو ته لاړ شي.
هغه زیاته کړه: «د دې لپاره چې د دغه ناوړه دود مخنیوی وکړو، د ګیان ولسوالۍ له قومي مشرانو سره مو په پرلهپسې ناستې وکړې، په پایله کې بریالي شوو چې مشران د لوړ ولور نه اخیستلو پرېکړه وکړي.»
د د په خبره، په ګیان ولسوالۍ کې نهه قومونه ژوند کوي چې له سیمهییزو چارواکو سره په همغږۍ راټول کړل شول او په دې تړاو یې په ګډه یو نهه مادهییز پرېکړهلیک صادر کړ.
نوموړي وویل، په پرېکړهلیک کې راغلي: «که هر کس له تړون څخه سرغړاوی وکړي، د لوړ ولور اخیستلو په اندازه به جریمه کېږي، د جریمې پیسې د قومونو شورا ته سپارل کېږي چې وروسته به پر ټولګټو پروژو لګول کېږي.
دی وايي، سیمهییز چارواکي به د پرېکړي د څار ترڅنګ د سرغړونې په وخت کې اجراات ترسره کوي.
بلخوا د ګیان ولسوالي قومي مشران او ځوانان پر دې پرېکړې خوښي ښیې او وایې چې د دغه تړون په عملي کېدو سره به ډېری ځوانان د نورو هيوادونو له مسافرۍ راوګرځول شي.
قومي مشر عبدالله جان پژواک خبري اژانس ته وویل، د سېلاب خیریه بنسټ په هڅو ټولو قومونو په دې هوکړه کړې چې له دې وروسته به هیڅوک لوړ ولور به نه اخلي بلکې د خپلې لور او خور د ودولو لپاره به یوازې ۳۰۰ زره افغانۍ مهر اخلي.
دی وايي، دا ډېره پر ځای پرېکړه ده؛ ځکه لوړ ولور او نورو ناوړه دودونو د خلکو ژوند تریخ کړی دی.
د سیمې یو ځوان محمدعارف بیا وايي، قومي مشران باید شوې پرېکړه په جدیت عملي کړي او پرې نه ږدي چې کومه کورنۍ سرغړونه وکړي.
هغه زیاته کړه، لوړ ولور او نورو ناوړه دودونو نه یوازې کورنۍ له مالي زیانونو سره مخ کړي، بلکې نورې ټولنیزې ستونزې یې هم زېږولې دي چې د مخنیوي لپاره یې ګډ کار ته اړتیا ده.
نوموړی وايي: «له دې پرېکړې سره به د ځوانانو په ژوند کې د پام وړ تغیير راشي؛ هغوی به اړ نه وي د ولور او واده لګښت پوره کولو لپاره له هېواده بهر په مزدورۍ پسې لاړ شي.»
له دې مخکې هم د پکتیکا په مرکز ښرنه او یوسفخېل ولسوالي کې د عليخېل قوم له لوري د لوړ ولور اخیستلو مخنیوي لپاره قومي تړون شوی و چې لا هم دا تړون پر ځای پاتې دی چې له مخې یې په ودونو کې په ډېر لګښت بندیز لګېدلی دی.
Views: 355