کابل (پژواک، ۳۰ سلواغه ۱۴۰۱): د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي چې د اسلامي امارت مشرتابه مولوي هبةالله اخندزاده تېره ورځ د بدخشان، هرات، فراه، بادغیس او نیمروز ولایتونو له علماء کرامو، واليانو او نورو نظامي او ملکي چارواکو سره کتلي دي.
مجاهد پر ټویټر لیکلي، د اسلامي امارت مشرتابه په خپله وینا کې مسوولین خپلو ورسپارل شوو دندو ته متوجه کړل.
مولوي هبةالله اخندزاده ویلي: «په تېرو شلو کلونو کې د ولس اذهانو په تخریبولو کې زیات کوښښ شوی، اوس د علماء کرامو او اسلامي امارت د مسوولینو دنده جوړیږي چې د ولس اذهانو د تنویر لپاره شپه او ورځ کار وکړي، خلکو ته باید اسلامي نظام ور وپېژندل شي او پر اصولو وپوهول شي.»
نوموړي زیاته کړې، د اسلامي امارت چارواکي باید لومړی خپل ځانونه اصلاح او پر شریعت برابر کړي، له تکبر او غروره ځانونه وساتي، له قومیت، منطقهپرستۍ او انډیوالۍ پاللو ځانونه لرې وساتي او کار اهل کار ته وسپاري.
د هغه په وینا: «د ولسي خلکو مشکلات د امکان په صورت کې حل کړئ؛ وخت ورکړئ او دروازې یې پر مخ مه بندوئ، د خپلو نورو مسوولیتونو ترڅنګ د هېواد ابادۍ او ترقۍ ته پوره توجه وکړئ، له خپلو شته امکاناتو استفاده وکړئ، په ځانګړې توګه د عامالمنفعه تاسیساتو جوړولو ته زیاته توجه وکړئ.»
د اسلامي امارت مشر زیاته کړې چې «دښمن» په نظامي ډګر کې ماته خوړلې، خو په تبلیغاتي میدان کې اوس هم زیات کوښښ کوي چې ذهنونه په تشویش کې واچوي، پر موجوده اسلامي نظام یې بې باوره کړي، مسوولین او عام ولس باید دغو دسیسو او شومو پلانونو ته متوجه وي او په تبلیغاتو تېر نه وځي.
مجاهد لیکلي، د مجلس ګډونوالو علماوو او چاراکو د خپلو اړوند ولایتونو فعالیتونو بیانولو ترڅنګ د سیمو ستونزې هم شریکې کړې، ژمنه یې کړې چې د اسلامي امارت مشرتابه فرامین او احکام عملي کول خپله وجیبه بولي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP