کابل (پژواک، ۳۰ سلواغه ۱۴۰۱): د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د بلاول بوټو د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، د پاکستان وروستۍ ناامني نوې نه ده او پاکستان دې په نړۍوالو غونډو کې د شکایت پر ځای په دوهاړخیزو مسایلو کې مخامخ له افغان حکومت سره خبرې وکړي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په خپله ټوېټرپاڼه کې یوه اعلامیه خپره کړې او لیکلي، بهرنیو چارو وزارت په مونیخ کنفرانس کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو د هغو خبرو هرکلی کوي چې سولهییز افغانستان یې د سیمې د ثبات لپاره مهم بللی او غوښتنه یې کړې ده چې نړۍواله ټولنه دې له افغان حکومت سره د ظرفیت لوړونې په برخو کې مرستې وکړي، کنګل شوې شتمني دې ازاده کړي، بانکي محدودیتونه دې لرې کړي او له افغانانو سره دې بشري مرستو ته دوام ورکړي.
سرچینې لیکلي، هغه څرګندونې له حقیقته لرې دي چې د بلاول بوټو په وینا ښايي ترهګرې ډلې له افغانستانه ترهګریز فعالیتونه وکړي او که نړۍواله ټولنه دې مسئلې ته جدي پام ونه کړي نو د پاکستان په څېر به نه یوازې د افغانستان نږدې ګاونډیانو ته ګواښ شي، بلکې لویدیځ ته به هم ګواښ وي؛ ځکه چې افغان حکومت لا تر اوسه منظم امنیتي ځواکونه نه لري.
په اعلامیه کې راغلي، د افغانستان اسلامي امارت د سیمې او نړۍ هېوادونو ته په عمل کې ثابته کړې چې د منظمو او مجربو امنیتي ځواکونو پر مټ يې هیچاته اجازه نه ده ورکړې چې د افغانستان خاوره د چا پر ضد وکاروي او د افغانستان امنیت اوس د نړۍ تر ډېرو هېوادونو ښه دی.
سرچینه زیاتوي: «غواړو د سیمې او نړۍ د هېوادونو پام دې حقیقت ته راوګرځوو چې اسلامي امارت هم د اشغال پر مهال او هم له فتحې وروسته د افغانستان او سیمې د امنیت ټینګښت لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي دي، چې په پایله کې يې نه یوازې د افغانستان بلکې د ټولې سیمې امنیت سره مرسته کړې ده او د سیمې د امنیت پرخلاف تر ډېره د پخوانیو ګواښونو مخه نیول شوې ده.»
بهرنیو چارو وزارت لیکلي، د پاکستان وروستۍ ناامني نوې نه ده، بلکې د تېرو شلو کلونو تسلسل دی، د افغانستان اسلامي امارت ټینګه اراده لري چې هیچا ته به اجازه ور نه کړي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو په ځانګړې توګه د ګاونډیانو پر ضد وکاروي.
بهرنیو چارو وزارت لیکلي: «پاکستان ته مشوره ورکوو چي په نړۍوالو کنفرانسونو کې د شکایت پر ځای دې دوه اړخیز مسایل مخامخ له افغان حکومت سره بحث کړي.»
Views: 45
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن