کابل (پژواک، د کب لومړۍ نېټه ۱۴۰۱): د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق/ UNICEF وايي، د افغانستان په څلورو ختیځو ولایتونو ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان کې د ګوزڼ مخنیوي یا پولیو واکسین کمپاین پیل شو.
د واکسین دغه کمپاین داسې مهال پیلېږي چې په یادو ولایتونو کې د نوي زېږدیز کال په پیل کې ۹ محیطي نمونې مثبتې شوې او د ویروس د لېږد رالېږد اندېښنې یې ډېرې کړې دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق مطبوعاتي مسوول کمالشاه پژواک خبري آژانس ته وویل، نن (د کب لومړۍ نېټه) د هېواد په څلورو ختیځو ولایتونو ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان کې د پولیو واکسین کمپاین پیل شو.
دی وایي، د دغه کمپاین په لړ کې به ۱.۲ میلیون له پنځو کلونو کم عمر لرونکي ماشومان واکسین شي.
هغه زیاته کړه: «د هېواد په ختیځ کې د پولیو ویروس شته، په څانګړي ډول په ننګرهار او کونړ کې یې کچه پراخه ده او په ۲۰۲۳ زېږدیز کال کې دغلته د پولیو ۹ محیطي پېښې ثبت شوې دي.»
د پولیو محیطي پېښې هغه دي چې په یوه مشخصه سیمه کې د پولیو ناروغۍ ویروس موجود وي او انساني پېښې هغه دي چې ویروس د انسان (ماشوم) په بدن کې موجود وي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، په را روانه مارچ میاشت کې به د ټول افغانستان په کچه هم د پولیو واکسین کمپاین پیل شي.
نوموړي وویل، تېره میاشت (د سلواغې ۳مه) هم د هېواد په ۱۵ ولایتونو کې د پولیو واکسین کمپاین ترسره شوی و چې په لړ کې یې ۵.۳ میلیون ماشومان واکسین شوي وو.
چارواکي وايي، په تېر ۲۰۲۲ زېږدیز کال کې په ټول هېواد کې د پولیو واکسین نهه کمپاینونه شوي وو چې په پایله کې یې د ماشومانو د ګوزڼ پېښې ټیټې شوې دي.
په دغه کال کې د هېواد په کچه د ماشومانو د ګوزڼ یوازې دوه پېښې ثبت شوې چې یوه په پکتیکا او بله په کونړ ولایتونو کې وې.
Views: 42