Pajhwok Afghan News

مرکزي بانک سبا ۱۶ میلیون ډالر لیلاموي

کابل (پژواک، ۲ کب ۱۴۰۱): د افغانستان مرکزي بانک اعلان کړی چې سبا ۱۶ میلیون امریکایي ډالر د لیلام په ډول پلوري.

یاد بانک په یوه ټویټ کې ویلي چې سبا (د کب ۳مه) ۱۶ میلیون امریکایي ډالر د داوطلبۍ له لارې د لیلام په ډول پلوري.

سرچینې پر شرایطو برابر له ټولو سوداګریزو بانکونو، صرافانو او د پولي خدمتونو له شرکتونو غوښتي چې په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.

په ټویټ کې راغلي، د داوطلبۍ ګټونکي مکلف دي چې خپل حسابونه د لیلام ورځې تر پایه تصفیه کړي.

د دغه ټویټ په دوام کې راغلي: «د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نشته، د لیلام ګټونکي باید د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل، په نغد ډول او په ټاکلي موده کې د افغانستان بانک ته وسپاري.»

Views: 13

Exit mobile version