کابل (پژواک، ۲ کب ۱۴۰۱): د کابل امنيه قومانداني وايي، د کابل ښار دویمې امنیتي حوزې اړوند د موټرو په یوه تمځای کې د عامو خلکو په یو هایلکس ډوله موټر کې د چسپکي ماین چاودنه شوې، خو مرګژوبله نه لري.
د کابل امنیه قوماندانۍ وياند خالد ځدران پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه چاودنه نن سهار شاوخوا لس نیمې بجې شوې ده.
هغه زياتوي: «الحمدالله هېچاته په کې زیان نه دی رسېدلی.»
ځدران وايي، د پېښې په تړاو د امنیتي ځواکونو څېړنې روانې دي.
خو د غلام رسول په نوم یو عیني شاهد وایي، دوه ماشومان یې ولیدل چې په یاده چاودنه کې ژوبل شوي وو او امبولانس ته یې پورته کړل.
د يادې چاودنې مسوولیت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخيستی.
Views: 254