ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان د والیبال په لوبه کې مالیزیا ته هم ماتې ورکړه

افغانستان د والیبال په لوبه کې مالیزیا ته هم ماتې ورکړه

author avatar
24 Feb 2023 - 21:54
افغانستان د والیبال په لوبه کې مالیزیا ته هم ماتې ورکړه
author avatar
24 Feb 2023 - 21:54

[restrict paid=”true”]

کابل (پژواک، ۵ کب ۱۴۰۱): د افغانستان والیبال ملي لوبډلې په مالدیف کې د والیبال په روانو سیالیو کې مالیزیا ته هم ماتې ورکړه او نیمه پای‌لوبې ته یې لاره ومونده.

‏‎د والیبال فدراسیون د خبرپاڼې له مخې، په دغه لوبه کې چې د کب په ۵مه، د مالدیف په مالي ښار کې ترسره شوه، افغان لوبډلې له پنځو میدانونو څخه درې او مالیزیا یو میدان وګاټه.

‏‎د والیبال دغه سیالۍ د څلورو ملتونو جام په نوم د افغانستان، سینګاپور، مالیزیا او مالدیف ترمنځ د پنجشنبې په ورځ پیل شوې.

‏‎افغان لوبډلې په لومړۍ لوبه کې د سینګاپور پر وړاندې هم یو پر درې بری ترلاسه کړی و.

‏‎د یادونې ده، افغان لوبډله به خپله وروستۍ لوبه له مالدیف هېواد سره ترسره کوي.

[/restrict]

Views: 254

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.