Pajhwok Afghan News

عامې روغتیا وزارت: د سالنګ اورلګېدنې پېښې شپږ مجهول‌الهویه جسدونه لا هم د عدلي طب ریاست سره دي

کابل (پژواک، ۵ کب ۱۴۰۱): د عامې روغتیا وزارت وایي، په سالنګ کې د رامنځته شوې اورلګېدنې د پېښې شپږ مجهول‌الهویه جسدونه لا هم د عدلي طب ریاست کې دي او له خلکو یې غوښتي چې د خپلو خپلوانو د پېژندنې لپاره دغه ریاست ته ورشي.

د سالنګ تونل کې –چې د هېواد مرکز له شمالي ولایتونو سره نښلوي- د روان کال د لېندۍ میاشتې په ۲۶مه يو ټانکر چې سون‌توکي په کې بار وو، د تخنيکي ستونزې له امله چپه شو او اور یې واخیست؛ له دې سره سم ګڼ شمېر نورو موټرو هم اور واخیست او شاوخوا ۷۰ کسانو ته په کې مرګ‌ژوبله واوښته.

د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان د یوې اعلامیې په خپرولو سره لیکلي، د عامې روغتیا وزارت د عدلي طب ریاست په یوه لیک کې د شپږ مجهول‌الهویه جسدونو چې په سالنګ کې د رامنځته شوې اورلګېدنې قربانیان او د پېښې د ثبت راجستر شمېره یې «۶۹۹- ۷۰۰-۷۰۱- ۷۰۲-۷۰۳» دي، خبر ورکوي.

نوموړي لیکلي، دا چې په اړه يې دوه ځل وړاندې هم خبرتيا خپره شوې وه خو لا یې د کورنۍ غړي نه دي راغلي، پر همدې اساس يو ځل بيا کورنیو ته یې خبر ورکول کېږي چې د خپلو خپلوانو جسدونو د پېژندنې لپاره د عامې روغتیا وزارت د عدلي طب ریاست ته مراجعه وکړي.

Views: 325

Exit mobile version