Pajhwok Afghan News

سویس کې د افغانستان شتمنۍ ۷۰ مېلیون ډالر ګټه کړې

کابل (پژواک، ۹ کب ۱۴۰۱): په سویس کې د افغانستان د امانتي صندوق څارونکی بورډ وايي، په سویس کې د افغانستان درې نیم میلیارد ډالر شتمنۍ شاوخوا ۷۰ مېلیون ډالر ګټه کړې ده.

دغه څرګندونې نن د یاد بورډ غړي انورالحق احدي بي‌بي‌سي پښتو وېبپاڼې ته کړې دي.

د امریکا متحده ایالتونو تېر کال په زمري میاشت کې، افغانستان کې د تېر حکومت له ړنګېدو وروسته د افغانستان څه باندې نهه میلیارد امریکایي ډالر شتمني – چې اووه میلیارد یې امریکا او نوره یې په اروپايي هېوادونو کې ده- کنګل کړه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د روان کال د وږي په ۲۳مه اعلان وکړ چې په دغه هېواد کې د افغانستان له کنګل شوې شتمنۍ به درې نیم میلیارد ډالر د «افغان فنډ» په نوم یوه نوي جوړ شوي صندوق ته – چې په سویس کې دی – سپاري او د دې شتمنۍ لګولو واک به له یوه «تضمین کوونکي بورډ» سره وي.

د افغانستان د ۳،۵ میلیارد ډالرو کنګل شوې شتمنۍ صندوق د څارنې په بورډ کې په سویس کې د امریکا سفیر سکاټ میلر، د سویس د بهرنیو چارو وزارت یو چارواکی الکساندر بومن، د افغانستان بانک پخوانی رییس او د دغه هېواد د مالیې پخوانی وزیر انوارالحق احدي او د افغانستان بانک د عالي شورا پخوانی غړی شاه‌محمد محرابي شامل دي.

د دغه بورډ غړي انوارالحق احدي بي‌بي‌سي ته ویلي: «دا پیسې اول د امریکا ماليې وزارت په یوه ځانګړي حساب کې وې چې هلته یې ګټه ۳۶ میلیونه ډالره وه، اوس څو میاشتې کېږي چې دا پیسې مو یوه بل بانک ته لېږدولې او تر تېرې اونۍ یې ۳۴ مېلیون ډالر ګټه کړې چې ټولې ۷۰ مېلیون ډالر کېږي.»

د احدي په وینا، د افغانستان له یاد درې نیم میلیارد ډالر شتمنۍ اوسه لګښت نه دی شوی.

هغه زیاته کړې، ګټل شوې پیسې به د حالت تر عادي کېدو امانت ساتل کېږي خو د اړتیا په صورت کې ترې ګټه هم اخیستل کېدای شي او که شرایط برابر شو د افغانستان بانک ته هم ورکول کېدای شي.

احدي زیاتوي چې د دغو پیسو اړوند هر پرېکړه به د دوی او په افغانستان کې د سرپرست حکومت په ګډې موافقې کېږي.

دغه‌راز سرچینې د افغانستان د شتمنۍ ساتنې یاد بورډ په حواله ویلي چې په امریکا کې د کنګل درې نیم میلیارد ډالر شتمنۍ په اړه دوی ته تازه څه نه دي ویل شوي خو په وینا یې، که دا پیسې هم سوېس ته ولېږدول شي ګټه به یې افغانستان ته ډېره وي.

Views: 475

Exit mobile version