کابل (پژواک، ۹ کب ۱۴۰۱): په کابل کې د ملي دفاع پوهنتون او د پولیسو ملي اکاډمۍ لپاره له ۲۲۵۴ کسانو د کانکور ازموینه واخیستل شوه.
د ازموینې ملي ادارې مرستیال شیخ رحیمالله حقاني له یادو کسانو د ازموینې اخیستلو پر مهال وویل، که پولیس او اردو خپله دنده په سمه توګه اجرا کړي نو هم به د جرایمو مخه ونیول شي او هم به د ځمکنۍ بشپړتيا ساتنه وشي.
نوموړی وایي، په دغه ازموینه کې بریالي کسان به په ښه توګه وروزل شي.
هغه ګډونوالو ته ډاډ ورکړ چې ازموینه په شفافه توګه اخیستل کېږي او حق به حقدار ته ورکړل شي.
همدارنګه د ازموینې د پیل په مراسمو کې د ملي دفاع پوهنتون سرپرست مولوی عبدالقیوم الیاس وویل: «اوس هم په یو ډول له دښمن سره مخ یو خو مونږ د خپل وطن د جوړولو په حالت کې یو.»
هغه زیاته کړه: «دنیاوال کله د رسمیاتو مسله را واخلي، یا کله بله مسله را واخلي، په دې باید مونږ خپه نه شو؛ لکه څنګه چې امریکایانو او ملګرو یې ماتې وخوړه، همداسې به زمونږ وطن هم جوړ شي، همداسې به تعلیم او تربیه پر پښو ودرېږي، دفاع وزارت او داخله وزارت به پر پښو ودرېږي او هم به مو اقتصاد ښه شي.»
هغه پژواک ته وویل، د ملي دفاع پوهنتون لپاره ۲۵۲ کسانو نوملیکنه کړې چې له دې ډلې به ۱۵۰ کسان جذب شي.
نوموړي وویل چې اوسمهال په دغه پوهنتون کې ۱۰۰۰ کسان پر زدهکړو بوخت دي.
دغهراز د ملي پولیسو اکاډمۍ سرپرست مل پاسوال حضرت محمد محمود پژواک ته وویل، سږ کال د پولیسو اکاډمۍ ازموینې لپاره ۲۰۰۲ کسانو نوملیکنه کړې چې له ډلې به یې ۲۰۰ کسان جذب شي.
نوموړی وایي، اوسمهال په دغه اکاډمۍ کې ۶۵۳ پر زدهکړو بوخت دي.
محمود وایي چې د ازموینې ګډونوال د هېواد د بېلابېلو ولایتونو اوسېدونکي دي.
د یاد کانکور ازموینې ګډونوال هم وایي چې د ازموینې پروسه دې په شفافه توګه ترسره شي.
د دوی له ډلې د پروان ولایت اوسېدونکي عطاالله پژواک ته وویل، د کانکور پايلې دې په واسطو نه، بلکې لياقت ته په کتلو اعلان شي.
Views: 68