Pajhwok Afghan News

سویډن کمېټې د کونړ له ولایتي روغتون سره د طبي وسایلو او درملو مرسته وکړه

اسعداباد (پژواک، ۹ کب ۱۴۰۱): د کونړ د عامې روغتيا ریاست مسوولین وايي، نن د سویډن کمېټې له لوري د مرکز اسعداباد له ولایتي روغتون سره د څه باندې ۱۰ میلیون افغانیو په ارزښت د طبي وسایلو او درملو مرسته وشوه.

د یاد ولایت د عامې روغتيا رییس قاري مظفر مخلص وویل، په دغه مرستو کې ۴۱ قلمه بېلابېل درمل او ۳۷ قلمه طبي وسایل شامل دي چې د ولایتي روغتون په بېلابېلو څانګو کې به وکارول شي.

هغه وویل: «موږ د افغانستان لپاره سویډن کمېټې څخه مننه کوو چې له اړتیا او غوښتنې سره سم یې د اسعداباد ولایتي روغتون سره د طبي وسایلو او درملو مرسته وکړه، په یادو مرستو سره به زموږ د ولایتي روغتون ګڼې ستونزې حل شي.»

د سویډن کمېټې استازي، ډاکټر احسان‌الله فضلي د کونړ عامې روغتيا ریاست مسوولینو ته د یادو مرستو د ورکړې پر مهال وویل، اداره یې هڅه کوي چې د روغتیا په برخه کې کونړ ته پاملرنه لا ډېره کړي.

نوموړي زیاته کړه، په اوسنۍ مرسته کې پر درملو سربېره د جراحي، اکسیجن، غاښونو او نورو برخو لپاره طبي وسایل شامل دي.

د یادونې ده، سویډن کمېټې پرون د لغمان له ولایتي روغتون سره هم د ۱۰۰ زره ډالرو په ارزښت د طبي وسایلو او درملو مرسته کړې وه.

Views: 156

Exit mobile version