کابل (پژواک، ۱۰ کب ۱۴۰۱): د روسیې په کوزباس ایالت کې د اسیا د ماشومانو په «سکي» سیالیو کې درېیو افغان لوبغاړو هم ګډون کړى دی.
د ورزش او المپيک ملي کمېټې ریاست په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي، دغه سیالۍ تېره ورځ د روسیې په کوزباس ایالت کې پیل شوې دي.
سرچینې لیکلي، په یادو سیالیو کې له افغانستانه درېیو لوبغاړو ابوالفضل حسیني، حمزه باتوري او عليرضا براتي -چې عمرونه یې له ١٤ کلنو کم دي- ګډون کړى دی.
په یادو سیالیو کې له افغانستان سره په ګروپ کې د تاجکستان او قرغیزستان لوبغاړي شامل دي.
دغهراز سرچینې ویلي، د یادو سیالیو په لومړۍ ورځ د تاجکستان او قرغیزستان ورزشکاران له افغان لوبغاړو څخه مخکې وو.
د یادونې ده، دوه ورځې وړاندې په بامیانو ولایت کې هم د سکي سیالۍ ترسره شوې چې پکې ۲۰۰ ورزشکارانو ګډون کړی وو.
Views: 67