ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې معارف سره له قید او شرط پرته مرستو پر دوام ټینګار وکړ

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې معارف سره له قید او شرط پرته مرستو پر دوام ټینګار وکړ

author avatar
2 Mar 2023 - 15:39
افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې معارف سره له قید او شرط پرته مرستو پر دوام ټینګار وکړ
author avatar
2 Mar 2023 - 15:39

کابل (پژواک، ۱۱ کب ۱۴۰۱): افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې د پوهنې وزارت له سرپرست سره د افغانستان د تعلیمي وضعیت په اړه مفصلې خبرې کړې او له پوهنې برخې سره یې د خپلو بې قید او شرط مرستو پر دوام ټینګار کړی دی.

د پوهنې وزارت په یوه ټوېټ  کې لیکلي چې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا نن په کابل کې د پوهنې وزارت له سرپرست مولوي حبیب‌الله اغا سره لیدلي دي.

سرچینې لیکلي، په دغه لیدنه کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې د هېواد له پوهنې برخې سره له قید او شرط پرته مرستو پر دوام ټینګار وکړ.

د ټویټ په دوام کې د پوهنې سرپرست وزیر له قوله ویل شوي چې د افغانستان له تعلیمي نظام څخه د ملګرو ملتونو له ملاتړه مننه کړې ده.

هغه زیاته کړې: «له نېکه‌مرغه اسلامي امارت په ډېره کمه موده کې د امنیت، اقتصاد او پوهنې په برخو کې د پام وړ لاسته‌راوړنې درلودلې دي.»

مولوي حبیب‌الله هیله څرګنده کړې چې نړۍواله ټولنه دې هم باید د جنګ‌ځپلي افغانستان پر وړاندې خپل مسوولیتونه درک کړي او مرستندویه لوري دې د خلکو لاسنیوي ته وهڅوي.

Views: 102

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.