ښرنه، میدانښار، پلعلم (پژواک، ۱۱ کب ۱۴۰۱): په پکتيکا او لوګر کې پر څه باندې ۵۲ زره اړو کورنیو خوراکي توکي ووېشل شول، ميدان وردګو کې له ۴۶۴ بېوزلو کورنیو سره د نغدو پيسو، خوراکي او غيرخوراکي توکو او لغمان کې له ۳۹۰ بېوزلو کورنیو سره د نغدو پیسو مرسته وشوه.
د خوړو نړۍوال سازمان/ WFP له لوري د پکتیکا په مرکز او ولسوالیو کې پر ۵۲ زره اړو کورنیو خوراکي توکي ووېشل شول.
د پکتيکا د اقتصاد رییس محمدعمر خالد پژواک خبري اژانس ته وویل، د خوړو نړۍوال سازمان/ WFP له لوري ۵۰ سلنه خوراکي توکي د کار په بدل کې او پاتې نور د کونډو، یتیمانو او اړو وګړو پر کورنیو ووېشل شول.
هغه زیاته کړه، د مرستې د وېش چارې د RHDO او ORD موسسو پر غاړه وې چې هرې کورنۍ ته ۷۵ کیلوګرامه اوړه، ۱۰ کیلوګرامه دال، ۷.۵ لېټره غوړي او یوه اندازه د مېندو او ماشومانو د تقویې خواړه ورکړل شول.
له بلې خوا، د میدان وردګو طبعي پېښو ته د رسېدنې رییس مولوي فیضالله جلالي پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن او پرون د دغه
هغه وویل، طبعي پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت له خوا په مرکز میدان ښار کې له ۲۰۰ بېځایه شوو کورنیو سره د خوراکي او غېرخوراکي توکو مرسته وشوه.
نوموړي زیاته کړه، هرې کورنۍ ته ۱۰۰کیلوګرامه غنم، ۵ کیلوګرامه اوبلن ګاز، ۲۰ د لاس مینځلو صابون او دوه بستې د غاښونو مینځلو کریم ورکړل شول.
سرچینې وویل، پرون (چهارشنبه) د سیداباد ولسوالۍ په سالارو سیمه کې د «اړ خلک» موسسې یا PIN له خوا له ۲۶۴ اړو کورنیو سره د نغدو پیسو مرسته وشوه.
د هغه په وینا، د دې مرستې لپاره هغه کورنۍ انتخاب شوې چې په تېرو جګړو کې يې کورونه ویجاړ شوي دي.
نوموړي زیاته کړه چې له دې ډلې ۲۴۰ هرې کورنۍ ته ۱۲ زره افغانۍ او پاتې ۲۴ هرې کورنۍ ته ۱۹ زره افغانۍ ورکړل شوې.
دغهراز، د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري د لوګر په ازرې ولسوالۍ کې پر ۵۰۰ اړو کورنیو خوراکي توکي ووېشل شول.
د دغې ټولنې د سوېل ختیځ زون رییس مولوي الیاس خېل ناصري پژواک اژانس ته وویل، دغه خوراکي توکي د اسلامي همکاريو سازمان/ OIC له لوري مرسته شوي دي چې د ازرې ولسوالۍ پر ۵۰۰ بېوزله او اړو کورنیو په شفافه توګه ووېشل شول.
هغه زیاته کړه، هرې کورنۍ ته ۴۰ کیلوګرامه اوړه، ۵ کیلوګرامه وریجې، ۵ کیلوګرامه بوره، ۵ لېټره غوړي او ۲ کیلوګرامه خرما ورکړل شول.
د یوه بل خبر له مخې، د لغمان د دولتشاه ولسوال قاري عبدالقاهر متوکل پژواک اژانس ته وویل، په دغه ولسوالۍ کې له ۳۹۰ بېوزلو کورنیو سره د نغدو پیسو مرسته وشوه.
ده زياته کړه، دوی د روغتیا او افغاني ټولنې د بیارغونې موسسې په مالي ملاتړ هرې کورنۍ ته (۳۵۰) امریکایي ډالره سپارلي، ترڅو د راتلونکې روژې میاشتې لپاره پرې ځانونو ته خوراکي توکي او اړین مواد وپېري.
Views: 55