کابل (پژواک، ۱۳ کب ۱۴۰۱): د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له پاکستان سره د افغان کډوالو د ستونزو په تړاو خبرې کړې دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نډ پرایس ويلي، هېواد يې له پاکستانه غوښتي چې د افغان کډوالو په اړه خپل مسوولیتونه ادا کړي.
نوموړي زیاته کړې: «موږ ټول دولتونه هڅوو چې د افغان کډوالو یا پناهغوښتونکو په اړه خپل اړوند مکلفیتونه ادا کړي او هغوی دې داسې ځای ته نه استوي چې له ځورونې یا شکنجې سره مخ کېږي.»
دا په داسې حال کې ده چې د ۱۴۰۱ لمریز کال په تېرو یوولسو میاشتو کې د پاکستان په پلازمېنې اسلاماباد کې د افغانستان سفارت د هلو ځلو په پایله کې د دغه هېواد له زندانونو سلګونه افغان کډوال ازاد شوي دي.
د پژواک خبري اژانس د یوه راپور له مخې -چې د تېرې سلواغې میاشتې په ۲۷مه خپور شوی- د پاکستان د سیند ایالت له سکر لارکنه او کراچۍ زندانونو ۲۰۰ افغان کډوال خوشي او افغانستان ته لېږدول شوي دي.
په کراچۍ کې د افغانستان قونسلګرۍ ویلي وو، په تېرو څو میاشتو کې شاوخوا ۱۲۰۰ افغانان چې د سیند ایالت د کراچۍ، حیدراباد، لارکنه او سکر په زندانونو کې بندیان وو، خوشي او هېواد ته ستانه شوي دي.
خو د افغانستان او پاکستان حکومتي سرچینو دغه معلومات نه دي ورکړي چې لا هم څومره افغان کډوال د پاکستان په زندنونو کې بندیان دي.
Views: 205