کابل (پژواک، ۱۵ کب ۱۴۰۱): د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د ځانمرګي بريد له امله ۹ پولیس وژل شوي او ۶ نور ټپیان دي.
د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، په ټپیانو کې د درېیو کسانو حالت نازک ښودل شوى دی.
د پاکستان د «اکسپریس نیوز» په نوم رسنۍ په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي، نن له غرمې مخکې د بلوچستان ایالت په بولان ولسوالۍ کې چاودنه شوې چې په کې ۹ پولیس وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.
یو شمېر نورو رسنیو د پولیسو له قوله لیکلي چې د لومړنیو معلوماتو پر بنسټ، پېښه ځانمرګی برید و او ۲۲ پولیسو ته په کې مرګژوبله اوښتې ده.
د معلوماتو له مخې، چاودېدونکي توکي په موټرسایکل کې ځای پرځای شوي وو او وروسته بیا د پولیسو موټر څنګ ته چاودنه ورکړل شوې ده.
د یادونې ده، تېره ورځ هم په خيبر پښتونخوا او بلوچستان کې په دوو جلا چاودونو کې د پېښور پوهنتون امنیتي مسوول په ګډون ۱۶ کسانو ته مرګژوبله اوښتې وه.
Views: 159