کابل (پژواک، ۱۷ کب ۱۴۰۱): د کورنیو چارو وزارت له نشهیي توکو سره د مبارزي برخه کې د سیمې او نړۍ هېوادونو ته ډاډ ورکړ او له نړۍ یې هم وغوښتل چې له افغانستان سره په دې برخې کې اړینې مرستې وکړي.
له نشهیي توکو سره د مبارزې معینیت مسوولین د سیمې او نړۍ هېوادونو ته ډاډ ورکړ چې له نشهیي توکو سره د مبارزې لپاره پیاوړی هوډ لري او له نړۍ په یاده برخه د مالي او تخنیکي مرستو غوښتنه کوي.
نن (د کب ۱۷مه) د کابل په انټرکانټیننټال هوټل کې «له نشهیي توکو سره د مبارزه او پر افغانستان، سیمه او نړۍ یې اغېزې» تر سرلیک لاندې د کورنیو چارو وزارت او د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت له خوا غونډه جوړه شوې وه.
په غونډه کې د کورنیو چارو وزارت د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت د دفتر رییس مولوي حسیبالله احمدي په افغانستان کي له نشهیي توکو سره مبارزه بریالۍ وبلله.
هغه زیاته کړه چې اسلامي امارت له نشهیي توکو سره مبارزه پر مخ وړي، خو په دې برخه کې د سیمې او نړۍ هېوادونو مرستو ته هم جدي اړتیا ده.
نوموړي د سیمې او نړۍ هېوادونو ته ډاډ ورکړ، ویې ویل چې د افغانستان سرپرست حکومت له نشهیي توکو سره د مبارزې لپاره پیاوړی هوډ لري.
احمدي له نړۍ وغوښتل چې له نشهیي توکو سره مبارزه کې دې له اسلامي امارت سره همکاري وکړي.
د کورنیو چارو وزارت اداري مرستیال نورجلال جلال په نننۍ ناسته کې وویل چې که نړۍ په رښتیني ډول د بشر حقونو مدافع وي، نو د افغانستان له بزګرانو سره دې د بدیل معیشت برخه کې دومره مرسته وکړي چې بیا نشهیي توکي ونه کري.
هغه د روږدو کسانو د درملنې په برخه کې هم له نړۍ د مرستې غوښتنه وکړه.
نوموړي پر نړۍوالو او بشرپالو بنسټونو غږ وکړ چې د نشهیي توکو کنټرول او د له منځه وړو برخه کې دې مالي او تخنیکي مرسته وکړي.
په یاده غونډه کې د کورنیو چارو وزارت د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت د مبارزې عملیاتي رییس مفتي محمدالله احمدي وویل، له هغه وخته چې د اسلامي امارت د فرمان له مخې د نشهیي توکو پر کښت، قاچاق او کارونې بندیز لګول شوی، د ټول هېواد په کچه ۴۶۰۸ عملیات ترسره شوي چې په پایله کې یې ۵۴۵۷ کسان د نشهیي توکو په تړاو نیول شوي، ۷۵۹ بېلابېل نشهیي توکي نیول شوي، ۱۹۷۳هکټاره ځمکه د نشهیي توکو له کښته پاکه شوې او ۱۸۲ د دغو توکو کوچنۍ او لویې د تولید او پروسس کارخونې له منځه تللې دي.
هغه زیاته کړه، په ټول هېواد کې ۸۲ زره او ۹۵۴ روږدي کسان د درملنې لپاره روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.
Views: 48