ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

زابل کې دوه لرغونې مجسمې ترلاسه شوې دي

زابل کې دوه لرغونې مجسمې ترلاسه شوې دي

author avatar
13 Mar 2023 - 16:16
زابل کې دوه لرغونې مجسمې ترلاسه شوې دي
author avatar
13 Mar 2023 - 16:16

کلات (پژواک، ۲۲ کب ۱۴۰۱): د زابل امنیتي مسوولین وايي، په دغه ولایت کې یې دوه مجسمې- چې اټکل کېږي زرګونه کلونه مخینه لري- کشف او ترلاسه کړې دي.

د دغه ولایت امنیې قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدیر مولوي عصمت‌الله کرامت پژواک خبري اژانس ته وویل، یادې دوه مجسمې یې د زابل د شاه‌جوی ولسوالۍ په چینو سیمه کې له یوه کوره ترلاسه کړې دي.

هغه زیاته کړه، تر اوسه د یادو مجسمو په تړاو څوک نه دي نیول شوي خو پلټنې روانې دي.

هغه وايي، ترلاسه شوې مجسمې یې د شاه‌جوی له ولسوالۍ مرکز کلات ته لېږدولې څو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته یې وسپاري.

هغه خبرداری ورکړ، هیڅ چا ته اجازه نه ورکوي چې تاریخي اثارو ته زیان ورسوي او یا یې قاچاق کړي.

د زابل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د فرهنګی او ګرځندوی چارو امر عبدالولي بشرمل د امنیتي کسانو دغه اقدام چې د تاریخي مجسمو د قاچاق مخنیوی یې کړی، ستایي.

هغه پژواک ته وویل: «د زابل له امنیې قوماندانۍ مننه کوو چې دوه ترلاسه کړې مجسمې یې- چې یوه یې ښځینه او بله د حیوان څېره لري- موږ ته وسپارلې.»

دی وايي، پر مجسمو له لیک شوې نښو نښانو ښکاري چې زرګونه کاله قدامت لري خو د کره مخینې معلومولو لپاره یې اړتیا ده لرغونپوهان یې له نږدې وګوري.

د نوموړي په خبره چې دغه مجسمې به د ریاست اړوند موزیم کې خوندي شي.

هغه له خلکو وغوښتل چې د هېواد تاریخي ابدو او اثارو ساتنې برخه کې له دوی سره همکاري وکړي.

په زابل کې په داسې حال کې مجسمې کشف او د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته سپارل کېږي چې دغې ادارې په دې وروستیو کې ۱۸ نوي تاریخي ابدات ثبت کړي او دا لړۍ روانه ده.

Views: 1749

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.