Pajhwok Afghan News

نورستان کې ۳ روغتیايي مرکزونه او ۱۵ کورنۍ روغتیايي ځالې جوړېږي

پارون (پژواک، ۲۳ کب ۱۴۰۱): د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې مسوولین وايي، د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام/ UNDP په مالي لګښت په نورستان ولایت کې درې روغتیايي مرکزونه او پنځلس کورنۍ روغتیايي ځالې جوړوي.

د یادې کمېټې استازو دا څرګندونې نن د کب په ۲۳مه د نورستان له والي حافظ محمداغا حکیم سره په لیدنه کې وکړې.

د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې ولایتي مسوول ډاکټر عطاء‌الله ساپي په دې اړه پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه کمېټه په راتلونکي ۱۴۰۲ لمریز کال کې د نورستان په وانټ‌وایګل، دواب او برګمټال ولسوالیو کې درې روغتیايي مرکزونه او ۱۵ کورنۍ روغتیايي ځالې جوړوي.

هغه زیاته کړه، د روغتیايي مرکزونو پر جوړولو ټولټال ۲۰ میلیون افغانۍ او د پنځلسو کورنیو روغتیايي ځالو پر جوړولو څه باندې ۱۰۰ زره امریکايي ډالر لګښت راځي چې د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام له لوري ورکول کېږي.

نوموړی وايي، د درېیو فرعي روغتیايي مرکزونو ودانۍ د اساسي روغتیايي مرکزونو په بڼه جوړوي څو په راتلونکي کې د ارتقا په صورت کې د ودانیو کمښت و نه لري.

دغه‌راز ساپي د کورنیو روغتیايي ځالو په اړه هم معلومات ورکړل چې په هره روغتیايي ځاله کې به یوه قابله او د خوارځواکۍ د مخنیوي یوه مشاوره کار کوي څو په اړوندو برخو کې خلکو ته خدمات وړاندې کړي.

د نورستان ولایت د عامې روغتیا رییس مولوي نقیب‌الله نوري د سویډن کمېټې او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام دغه اقدام ستايي.

د هغه په خبره، له دغه ګام سره به په یاد ولایت کې روغتیايي خدمات پراخ شي.

هغه وویل، اوسمهال په نورستان کې ۳۷ روغتیايي مرکزونه شته چې درې د ولسوالیو په کچه روغتیايي مرکزونه، څلور بنسټیز روغتیايي مرکزونه او ۳۰ نور فرعي روغتیايي مرکزونه پکې شامل دي.

خو نوري یادونه وکړه، په یاد ولایت کې لا هم داسې سیمې شته چې اوسېدونکي یې روغتیايي خدماتو ته لاسرسی نه لري او باید روغتیايي مرکزونه ورته جوړ شي.

د افغانستان لپاره د سویډن کمېټه په نورستان کې له عامې روغتیا ریاست سره همکاره موسسه ده چې له نړۍوالو بنسټونو بودجه اخلي او له دې لارې د دغه ولایت روغتیايي مرکزونو ته دارو درمل برابروي او د روغتیايي پرسونل معاش ورکوي.

نورستان د هېواد له هغو ولایتونو دی چې د پېچلي جغرافیايي جوړښت له امله یې د ډېرو سیمو اوسېدونکي روغتیايي مرکزونو ته تر رسېدو ساعتونه پلی مزل کوي.

Views: 99

Exit mobile version