فراه (پژواک، ۲۴ کب ۱۴۰۱): د فراه په شیبکو ولسوالۍ کې یوه تنکي ځوان ځان راځوړند کړی او وژلی دی.
د یاد ځوان د کورنۍ غړي وايي چې هغه رواني ستونزه درلوده.
د فراه د اطلاعات او فرهنګ ریاست نن پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويلي چې پرون ماښام شاوخوا شپږ بجې د دغه ولایت په شیبکو ولسوالۍ کې یوه ۱۴ کلن زلمي ځان په ونه پورې راځوړند کړی او وژلی دی.
د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي عبدالحي سباوون پژواک ته وویل چې پېښه د شیبکو ولسوالۍ په کارېزمردان کلي کې شوې ده.
هغه زیاته کړه چې د یاد کس د کورنۍ غړو پولیسو ته ویلي چې هغه رواني ستونزه درلوده.
خو دی وايي چې پولیسو د پيسې په اړه پلټنې پيل کړې دي.
په خبرباڼه کې د وژل شوي کس د کورنۍ غړو له قوله ویل شوي چې یاد کس عصبي ستونزه درلوده.
Views: 295