ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

درېیو ولایتونو کې له زرګونو اړو کورنیو سره مرستې وشوې

درېیو ولایتونو کې له زرګونو اړو کورنیو سره مرستې وشوې

author avatar
16 Mar 2023 - 18:55
درېیو ولایتونو کې له زرګونو اړو کورنیو سره مرستې وشوې
author avatar
16 Mar 2023 - 18:55

کابل (پژواک، ۲۵ کب ۱۴۰۱): په پکتیکا کې له ۲۸ زره اړو کورنیو سره د خوراکي توکو، په غور کې له ۱۶۳۹ اړو کورنیو سره د نغدو پیسو او په فراه کې له ۸۵۸ کروندګرو سره د سبو د اصلاح شوي تخم مرسته وشوه.

د پکتیکا د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست وايي، د خوړو نړۍوال پروګرام/ WFP له لوري د دغه ولایت په ۱۵ ولسوالیو کې پر ۲۸ زره اړو کورنیو د خوراکي توکو د وېش لړۍ پيل شوه.

له دغه ریاسته په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د خوراکي توکو د مرستې د وېش دا لړۍ- چې ۵۰ سلنه یې د کار په بدل کې ورکول کېږي- د دغه ولایت په اورګون، برمل، ګیان، چاربران، نعمت اباد، شکین، اومنه، نکه، سروبي، وازیخوا، ډیله، خوشامند، تروو، وړممۍ او مټاخان ولسوالیو پر ۲۸ زره کورنیو نن پیل شوه.

سرچینه وايي، هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلوګرامه اوړه، ۵ لېټره غوړي، ۶ کیلوګرامه دال او یوه اندازه د مېرمنو او ماشومانو لپاره د تقویې مواد ورکول کېږي.

دغه راز د فراه د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي عبدالحي سباوون پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن د پراختیايي مرستو موسسې یا ORD له خوا د دغه ولایت په پشترود ولسوالۍ کې له ۸۵۸ بزګرو سره د سبزیو د اصلاح شوي تخم مرسته وشوه.

هغه زیاته کړه چې هر بزګر ته ۲۰۰ ګرامه د سرو مولیو، ۸۰ ګرامه د تور بانجان، ۶۰ ګرامه د ګلپي، ۸۰ ګرامه د کرم، ۸۰ ګرامه د رومیانو، ۲۰۰ ګرامه د کدو او ۲۰۰ ګرامه د بېنډيو تخم ورکړل شو.

د یو بل خبر له مخې، د غور په مرکز فېروزکوه او نوو تشکیل شوو «الله یار» او «الفاروق» ولسوالیو کې پر ۱۶۳۹ بې وزله کورنیو نغدي مرسته وېشل کېږي.

د غور د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو امر محمدحماس پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه مرستې د «افغان اید موسسې» او پېښو ته د رسېدو ریاست په همغږۍ پر بې وزله کورنیو وېشل کېږي.

هغه وویل چې ۱۲۱۸ کورنیو ته هرې کورنۍ ته ۲۹۲۹۰ افغانۍ او ۴۲۱ نورو هرې کورنۍ ۲۴۲۴۰ افغانۍ نغدې پیسې وېشل شوې دي.

Views: 18

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.