کابل (پژواک، ۲۷ کب ۱۴۰۱): د افغانستان د کرکټ له ۱۹کلنو کمعمره ملي لوبډلې د درېاړخيزې پنځوس اووریزې لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې بنګلهدېش ته د ۷ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.
د افغانستان، بنګلهدېش او سریلانکا ترمنځ درېاړخیزه پنځوس اوریزه لوبلړۍ نن په متحده عربي اماراتو کې پیل شوې چې درې واړه لوبډلې به د یو بل پر وړاندې دوه- دوه سیالۍ وکړي.
د دغو سیالیو لومړۍ لوبه د افغانستان او بنګلهدېش ترمنځ نن وشوه.
په دغه لوبه کې بنګلهدېش لومړۍ پچه وګټله او په خپله یې د توپوهنې پرېکړه وکړه چې په ۲۳م اوور کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۷۵ منډې وکړې او افغانستان ته یې د ۷۶ منډو هدف وټاکه.
افغان لوبډلې ټاکل شوی هدف په لسم اوور کې د درېیو لوبغاړو په سوځېدو پور کړ او بنګلهدېش ته یې د ۷ ویکټو په توپیر لویه ماتې ورکړه.
د افغانستان له لوري په توپاچونه کې بشیر احمد څلور، کامران هوتک درې، خلیل احمد دوه او یما عرب بیا د بنګلهدېش یو لوبغاړی وسوځول؛ دغهراز په توپوهنه کې بیا سهیل خان ۳۳ او محمد هارون ۲۱ منډې وکړې.
له دې مخکې د افغانستان او بنګلهدېش لوبډلو ترمنځ دوه یو ورځنۍ لوبې وشوې چې یوه یې افغانستان او یوه بنګلهدېش وګټلې.
Views: 192