Pajhwok Afghan News

د نورستان په نورګرام کې د ۲۱ میلیون افغانیو په لګښت روغتیايي مرکز جوړ شو

پارون (پژواک، ۲۹ کب ۱۴۰۱): د نورستان په نورګرام ولسوالۍ کې د ملګرو ملتونو پرمختيايي ادارې د ۲۱ میلیون افغانیو په لګښت یو روغتيايي مرکز جوړ او فعالیت یې پیل کړ.

د دغه ولایت د عامې روغتيا رییس مولوي نقیب‌الله نوري پژواک خبري اژانس ته وویل: «د ملګرو ملګرو ملتونو پرمختيايي ادارې په مالي ملاتړ مو د نورګرام ولسوالۍ په ملیل سیمه کې د یوه روغتون ودانۍ جوړه کړه او نن يې فعالیت پيل کړ.»

هغه زیاته کړه چې دغه یو پوړیزه ودانۍ د ۲۱ میلیون افغانيو په لګښت جوړه شوې ده.

هغه وویل، پخوا په دې سیمه کې روغتون ودانۍ نه درلوده او په یوه کرايي کور کې يې فعاليت کاوه.

نوري هیله وښوده چې د روغتون خدمات به د پخوا په پرتله ښه او خلکو ته به معياري خدمات وړاندې کړي.

بلخوا د سیمې خلک هم د دغه روغتون په فعالېدو خوښ دي او وايي، پخوا دوی خپل ناروغان لس کيلومتره لرې مرکز ته د درملنې په موخه وړل او ډېری وخت به ناروغان د لارې په اوږدو کې مړه کېدل.

د نورګرام ولسوالۍ د ملیل سیمې اوسېدونکي صاحب داد پژواک ته وویل: «پخوا موږ خپل ناروغان کابو  ۱۰ کیلومتره لرې د ننګراج کلینیک ته د درملنې په موخه وړل او لاره ډېره سخته وه چې ډېری وخت به ناروغان روغتون ته له رسېدو مخ کې مړه کېدل.»

ده زیاته کړه، اوس خوښ دی چې په خپل کلي کې يې روغتون فعال شو او هیله يې وښوده چې په دې سره به دوی لا ښو روغتيايي خدماتو ته لاس رسی پيدا کړي.

د سیمې د خلکو په وينا چې نورګرام یوه غرنۍ ولسوالي ده چې لارې يې ډېرې سختې او خامې دي چې خلک يې د تګ راتګ په وخت کې له ګڼو ستونزو سره مخ کېږي.

Views: 142

Exit mobile version