Pajhwok Afghan News

د پاکستان د سند ایالت له زندانونو ۱۹۰ افغان بندیان خوشي شول

کابل (پژواک، ۱ وری ۱۴۰۲): په اسلام‌اباد کې د افغانستان سفارت وايي، د پاکستان د سند ایالت له زندانونو ۱۹۰ افغان بندیان ازاد او هېواد ته ولېږدول شول.

دغه سفارت پر خپله ټويټرپاڼه لیکلي، پرون د دغه سفارت او په کراچۍ کې د افغان جنرال قونسلګرۍ په هڅو ۱۹۰ افغان بندیان د سند ایالت له زندانو ازاد او هېواد ته ولېږدول شول.

سرچېنې همدا راز لیکلي چې تر دې مهاله د اسلامي امارت په هڅو د پاکستان له بېلابېلو زندانونو څخه ١٨٩٣ افغان بندیان ازاد او خپل هېواد ته استول شوي دی.

څو اوونۍ مخکې هم د سند ایالت له زندانونو ۷۴ افغان زندانیان خوشې شوي وو

Views: 71

Exit mobile version