Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پروان کې چاودنې دوه کسان ټپيان کړي

چاریکار (پژواک، ۲ وری ۱۴۰۲): د پروان امنيتي مسوولین وايي، د دغه ولایت په بګرام ولسوالۍ د چاودنې له امله دوه کسان ټپيان شوي او بلخوا په چاریکار ښار کې د وسلو او چاودېدونکو توکو یو ډېپو کشف او ترلاسه شوی دی.

د پروان امنیې قوماندانۍ ویاند محمدکامران زيد وايي، د پروان د بګرام ولسوالۍ د باریک‌ اب‌کوه په سیمه کې چاودنه شوې چې له امله یې د قدرت‌الله او حکمت‌الله په نومونو د دې سیمې اوسېدونکي ټپيان شوي دي.

د هغه په خبره، په دې پېښه کې بل چا ته زیان نه دی اوښتی.

هغه زياته کړه چې د پېښې اصلي علت معلومولو په موخه د یادې ولسوالۍ د مسوولینو له خوا څېړنې روانې دي.

د یوه بل خبر له مخې، د امنیې قومندانۍ ویاند محمدکامران زيد وايي چې د دې قوماندانۍ مسوولینو د کشفي عملیاتو په لړ کې د وسلو او چاودېدونکو توکو یو ډېپو کشف شوی دی.

هغه زياته کړه، یاد ډېپو د پروان د مرکز څلورمې امنیتي حوزې ته څېرمه د توپ درې په سیمه کې کشف شوی چې په کې یو میل BIM1، دوه میله M12، یو میل 82، یو میل هاوان، یو میل غرنی، (۱۴۶) د بیم یک،  ۶۸ د هشتادو دو، ۲۵ د راکټ، ۱۴۵ د هاوان، ۵۹ د غرني هاوان، ۷ بکسې د دهشکې مرمۍ، ۴ بکسې د هاوان سرګوللې، ۳۴ ضد پرسونل ماینونه او یوه اندازه نور چاودېدونکي توکي شامل دي.

د پروان د امنیت امر ملا اول‌ حقپرست وايي، نیول شوې وسلې او مهمات به اړوند ارګان ته وسپارل شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.