ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

وزیرستان کې د ای‌اېس‌ای یو جګپوړی افسر وژل شوی

وزیرستان کې د ای‌اېس‌ای یو جګپوړی افسر وژل شوی

author avatar
22 Mar 2023 - 03:48
وزیرستان کې د ای‌اېس‌ای یو جګپوړی افسر وژل شوی
author avatar
22 Mar 2023 - 03:48

[restrict paid=”true”]

اټلانټا (پژواک، ۲ وری ۱۴۰۲): د پاکستان استخباراتي ادارې (ای‌اېس‌ای) یو مشهور افسر مصطفی کمال برکي په وزیرستان کې د عملیاتو پر مهال وژل شوی دی.

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې دا پېښه پرون د ډیورنډ پولې ته څېرمه د سوېلي وزیرستان اړوند انګور اډې سیمه کې شوې ده.

سرچینې زیاته کړې چې نوموړی په سیمه کې په عملیاتو بوخت و چې له وسله‌‎والو سره په نښته کې ووژل شو او اووه نور سرتېري ټپیان شوي دي.

د راپورونو له مخې، د پاکستان وژل شوي استخباراتي افسر په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او د پاکستان حکومت ترمنځ په کابل کې ترسره شوو مذاکراتو کې هم برخه اخیستې وه.

د یو بل خبر له مخې، د خیبر پښتونخوا ایالت په دیره اسماعیل خان سیمه کې هم د یوې امنیتي پیښې پر مهال درې پاکستاني سرتېري وژل شوي دي.

[/restrict]

Views: 406

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.