پل علم (پژواک، ۲ وری ۱۴۰۲): د لوګر چارواکي وايي، د کابل- ګردېز پر لویهلاره په پل علم ښار کې د دوو موټرو د ټکر له امله ۳ کسان مړه او ۴ نور ټپیان شوي دي.
د لوګر د ملي اردو د څلورمې پلې لوا وياند مولوي محمدعمران پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه ترافيکي پېښه نن ماسپښين ۳ بجې د کابل-ګردېز پر عمومي سړک د پل علم ښار اړوند په «څرخ څلورلار» کې رامنځته شوې ده.
نوموړي زياته کړه، په یاده پېښه کې د دوو ښځو په ګډون درې کسان مړه شوي او ۴ نور ټپيان دي.
د هغه په خبره، پېښه د سراچې او باروړونکي مازدا موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې ده.
هغه زياتوي، امنيتي ځواکونو د پېښې ټپيان د درملنې لپاره ولايتي روغتون ته لېږدولي، خو د دوو کسانو روغتيايي حالت نازک ښودل شوی دی.
د هغه په وینا، پېښه د موټرچلوونکو د بېاحتياطۍ له امله رامنځته شوې ده.
بايد وويل شي چې په دې وروستیو کې د کابل- ګردېز پر لویهلار ترافيکي پېښې ډېرې شوې چې عام خلک او موټرچلوونکي یې لامل د سړک خرابوالی او د موټرچلوونکو بېاحتياطي بولي.
Views: 940