کابل (پژواک، ۴ وری ۱۴۰۲): د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا مخکیني استازي زلمي خلیلزاد ویلي، د افغانستان سرپرست حکومت باید په نږدې راتلونکي کې د ښځو او نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو د بیا پرانیستلو نېټه معلومه کړي.
زلمي خلیلزاد تېره شپه په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي: «ښځو او نجونو ته د ثانوي او پوهنتوني زدهکړو د لاسرسي اجازې نه ورکول نه یوازې ظالمانه عمل دی، بلکې د دوی هغه حقونه تر پښو لاندې کوي چې اسلام ورکړي دي.»
هغه زیاتوي، افغان حکومت دې په نږدې راتلونکي کې د ښځو او نجونو پر مخ د زدهکړو مرکزونو دروازو د بېرته پرانیستلو نېټه معلومه کړي.
خلیلزاد دا غوښتنه په داسې حال کې کړې چې وړمه ورځ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) مرستیال هم د ریاستالوزراء له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په لیدنه کې یو ځل بیا د نجونو پر وړاندې د ښوونځیو دروازو پرانیستلو غوښتنه کړې وه.
مولوي عبدالکبیر په دې لیدنه کې ويلي و چې اسلامي امارت د نجونو د زدهکړو مخالف نه دی.
دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت چارواکو په ځلونو ټينګار کړی چې په دې تړاو پر یوې طرحې کار روان دی او په بشپړېدو سره به یې ټولو ښځو ته د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د زدهکړو اجازه ورکړل شي.
Views: 297