ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ویسټ: افغانستان کې د نجونو زده‌کړې یوازې بشري نه، بلکې د سیمې ټیکاو لپاره بنسټیزه موضوع هم ده

ویسټ: افغانستان کې د نجونو زده‌کړې یوازې بشري نه، بلکې د سیمې ټیکاو لپاره بنسټیزه موضوع هم ده

author avatar
29 Mar 2023 - 01:25
ویسټ: افغانستان کې د نجونو زده‌کړې یوازې بشري نه، بلکې د سیمې ټیکاو لپاره بنسټیزه موضوع هم ده
author avatar
29 Mar 2023 - 01:25

[restrict paid=”true”]

اټلانټا (پژواک، ۸ وری ۱۴۰۲): د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ یو ځل بیا په افغانستان کې د نجونو پر مخ د زده‌کړو دروازو پر پرانیستو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې دا د بشري حقونو موضوع ده.

هغه زیاته کړې: «دا یوازې د بشري حقونو موضوع نه، بلکې دا په داسې یوه هېواد کې چې د یوې سیمې زړه دی او بې‌ثباتي پکې په ډېرېدو ده، د ټیکاو لپاره بنسټیزه موضوع هم ده.»

وېسټ په واشنګټن کې د ایټالیا سفارت په نوښت یوې غونډې ته چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي په ګډون یو شمېر ډیپلوماتانو هم برخه په کې اخیستې وه، ویلي: «موږ باید پر افغانستان او د افغانستان د نفوس پر نیمايي برخه تمرکز وساتو.»

د یادونې ده، د افغانستان سرپرست حکومت پر افغانستان له واکمنېدو وروسته د ۲۰۲۱ کال په سپتمبر کې د نجونو پر مخ له شپږم ټولګي پورته تر “امر ثاني پورې” د ښوونځیو دروازې وتړلې، ورپسې یې د ښځینه محصلینو لپاره د پوهنتونونو دروازې هم وتړلې چې نږدې د یوه‌نیم کال له تېرېدو وروسته هم د ګڼ شمېر افغانانو، بشري حقونو او ښځو حقونو سازمانونو او نړۍوالې ټولنې له پرله پسې غوښتنو سره سره نه دي پرانیستل شوې.

[/restrict]

Views: 85

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.