جلال اباد (پژواک، ١١ ورى ۱۴۰۱): د ننګرهار ولايت په مرکز جلالاباد ښار کې له ١۴٠ ښځو سره د کرنيزو محصولاتو د پروسس کولو په موخه نغدي مرسته وشوه.
دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې چې د ننګرهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر له لوري رسنيو ته استول شوې ده.
سرچينه وايي چې ننګرهار کې ۱۴۰ مېرمنو سره د کرنيزو محصولاتو پروسس په موخه ۳ ميليونه او ۱۵۰ زره افغانۍ نغدي مرسته وشوه.
د خبرپاڼې په حواله، ياده مرسته د کرنې رياست په چوکاټ کې د IRC مؤسسې له لوري ترسره شوې چې هرې کورنۍ ته ۲۲۵۰۰ افغانۍ ورکړل شوې دي.
سرچينه زياتوي چې دغه کورنۍ به په دې پيسو د کرنيزو او لبني محصولاتو پروسس وسايل وپېري چې پرمټ به يې مېرمنو ته په کور دننه کاري زمينه برابره او اقتصاد به يې پياوړی شي.
د يادونې وړ ده چې د دغو مرستو د وېش مراسمو کې په کورونو کې د ښځو له لوري پروسس شوي محصولات هم نندارې ته وړاندې شول.
Views: 82