ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مجاهد: د داعش لوی ښودل د پروپاګند یوه برخه ده، موږ یې ردوو

مجاهد: د داعش لوی ښودل د پروپاګند یوه برخه ده، موږ یې ردوو

author avatar
3 Apr 2023 - 15:42
مجاهد: د داعش لوی ښودل د پروپاګند یوه برخه ده، موږ یې ردوو
author avatar
3 Apr 2023 - 15:42

کابل (پژواک، ۱۴ وري ۱۴۰۲): د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، داعش ډله د افغانستان په هیڅ سیمه کې فزیکي حضور نه لري، خو ځيني هېوادونه غواړي داعش ډېر لوی خطر وښيي او بیا ترې د خلکو او نظام پر وړاندې تبلیغاتي ګټه پورته کړي.

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې مخکې د روسیې په مشرۍ د ډله‌ییز امنیت تړون یو ځل بیا له افغانستانه د ترهګرۍ ګواښونو په اړه اندېښنه ښودلې وه. دغه راز د راپورونو له مخې، د امریکا متحده ایالتونو د مرکزي قوماندانۍ مشر مایکل کوریلا دوه اونۍ مخکې ویلي وو چې داعش ډله به تر شپږو میاشتو له افغانستانه بهر د امریکا پر ګټو او نورو لوېدیځو هېوادونو د برید توان پیدا کړي.

خو د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد له ملي ټلويزیون سره په مرکه کې ویلي چې د تېر کال او نورو کلونو په پرتله د داعش لمن په افغانستان کې ورټوله شوې ده.

هغه ویلي: «یو وخت داعش په څو ولایتونو کې فعالیت درلود او څو ولسوالۍ یې په واک کې درلودې، د اسلامي امارت ځواکونو همت وکړ، ویې ځپل، اوس هغوی د افغانستان په کومه سیمه کې فزیکي حضور نه لري، خو په مخفي ډول او په ډېر مهارت سره د خلکو له ګڼې ګوڼې کار اخلي او حملې کوي چې دا یوه سلنه یا یوه نیمه سلنه ستونزه ده.»

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.