کابل (پژواک، ۱۹ وری ۱۴۰۲): د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، د پاکستان د سند ایالت له زندانونو څخه ٢٠٨ افغان بندیان ازاد شول.
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیااحمد تکل په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي چې د وري میاشتې په ۱۸مه د پاکستان په پلازمېنه اسلامآباد کې د افغانستان سفارت او په کراچۍ کې د هېواد جنرل کونسلګرۍ د هلو ځلو په پایله کې د پاکستان د سند ایالت له زندانونو څخه ٢٠٨ افغان بندیان ازاد شول.
سرچینې لیکلي، خوشي شوي بندیان افغانستان ته را لېږدول شوي چې لګښت یې د دولت له خوا ورکول شوی دی.
وزارت وايي، تر دې مهاله د پاکستان له بېلابېلو زندانونو څخه له ۲ زره ډېر افغان بندیان د اسلامي امارت په هڅو ازاد او هېواد ته ستانه شوي دي.
خو سرچینې په دې اړه معلومات نه دي ورکړي چې لا هم څومره افغانان د پاکستان په بېلابېلو زندانونو کې بندیان دي.
Views: 108