Pajhwok Afghan News

له کندهاره د ۳۳۰ میلیون ډالرو په ارزښت مېوه، طبي بوټي او نور توکي بهر ته صادر شوي

کندهار (پژواک، ۱۹ وری ۱۴۰۲): د کندهار د سوداګرۍ خونې مسوولین وايي، په تېر ۱۴۰۱ لمریز کال کې له دغه ولایته د ۳۳۰ میلیون ډالرو په ارزښت ۳۵۳ زره ټنه تازه او وچه مېوه او نور توکي بهر ته صادر شوي چې د وړم کال په پرتله ۶۰ سلنه ډېروالی پکې راغلی دی.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال انجنیر عبدالباقي بینا پژواک خبري اژانس ته وویل، تېر کال له کندهاره ۳۵۳ زره ټنه تازه او وچه مېوه، حبوبات، طبي بوټي او معدنیات بهر ته صادر شوي چې ټولیز ارزښت یې له ۳۳۰ میلیون ډالرو اوړي.

هغه وايي، په ۱۴۰۰ لمریز کال کې له کندهاره بهر ته د ټولو صادراتو کچه ۱۲۴ زره ټنه وه چې ارزښت یې هم لږ و او په دې توګه په ۱۴۰۱ کال کې د دغه ولایت په صادراتو کې ۶۰ سلنه ډېروالی راغلی دی.

د نوموړي په خبره، تېر کال که څه هم وچکالي وه خو دا چې جګړې نه وې، امنیت و او لارې پرانیستې وې نو ځکه له کندهاره بهر ته په پراخه کچه توکي صادر شوي دي.

هغه زیاته کړه: «په تېر ۱۴۰۱ لمریز کال کې له کندهار څخه ۱۴۳ زره ۹۸۸ ټنه تازه مېوه، ۵۵ زره ۱۵۳ ټنه وچه مېوه، ۷۰ زره ۵۸۰ ټنه معدنیات، ۵۴ زره ۶۶۷ ټنه حبوبات او ۲۸ زره ۶۷۱ ټنه طبي بوټي بهر ته صادر شوي دي.»

بینا وویل، په تازه مېوه کې انار، انګور او یوه اندازه خټکي، په وچه مېوه کې ممیز، ابجوشې، انځر، شکرپاره، ارتاوۍ، بادام او نور او په معدنیاتو کې مرمر، روخام او نورې ډبرې شاملې دي.

د نوموړي په وینا، ډېر یاد توکي پاکستان ته صادر شوي، خو ترڅنګ یې هند، ایران، روسيې، متحده عربي اماراتو او ځینو اروپايي هېوادونو ته هم صادر شوي دي.

هغه یادونه وکړه، دا چې سږ کال اورښتونه شوي او اوبه نسبتاً ډېرې شوې، نو تمه لري چې صادرات به تر تېر کال هم زیات شي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال د ځینو ستونزو یادونه هم وکړه چې باید حل‌لارې ورته ولټول شي، څو د سوداګرۍ په برخه کې اسانتیاوې ډېرې شي.

هغه وویل، اوسنی سرپرست حکومت باید سوداګرو ته د پاسپورټونو، وېزو، بانکي خدماتو او نورو برخو کې اسانتیاوې ډېرې کړي.

نوموړي دغه‌راز هوایي دهلېز هم مهم وباله او ویې ویل، دغه دهلېز باید یو ځل بیا پیل شي خو کرایه یې باید کمه وي.

هغه وایي: «زموږ غوښتنه دا ده چې د اسلامي امارت مشران خارجي اړیکې زیاتې کړي؛ د ټرانسپورټ، هوایي دهلېز، پاسپورټ او وېزو په برخو کې سهولتونه برابر کړي او په دې برخو کې شرایط اسانه کړي تر څو زموږ مېوه تر ډېرو هېوادونو ورسېږي.»

سوداګر هم وایي، دا چې اوس د پخوا په څېر جګړې او ناامني نشته، نو باید د لارو، ټرانسپورټ او نورې ستونزې هم حل شي.

د کندهار یو سوداګر احمدشاه وایي، افغانستان په وچه کې ایسار هېواد دی او ډېره تکیه یې پر ګاونډیو هېوادونو ده، خو د دغو هېوادونو له لارې د افغانستان صادرات ډېری وخت له خنډ او ځنډ سره مخ کېږي.

هغه زیاته کړه: «اوس خو شکر دی جنګونه نشته، خو له ګاونډیانو سره هم باید ستونزې حل شي، دوی- په ځانګړي ډول پاکستان- اکثره وخت موږ ته ستونزې جوړوي، په ورځو ورځو مو موټران ولاړ وي او د تګ اجازه نه ورکوي.»

یو بل سوداګر بورمحمد هم وایي، که ټرانسپورټي او نورې ستونزې حل شي، له یوې خوا به د افغانستان صادرات ډېر شي او له بلې خوا به یې ګټه هم کروندګرو او هم سوداګرو ته ورسېږي.

هغه زیاته کړه: «زموږ هر وخت دا غوښتنه ده چې لارې دې خلاصې وي، که هوايي وي او که ځمکنۍ خو چې مشکلات نه وي او موږ ته په ارزانه تمامې شي زموږ به هم صادرات زیات شي او ډېر خلک به هم په کارونو اخته شي.»

د کندهار د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین بیا وایي، که تېر کال بې‌وخته اورښتونو او سېلابونو مېوو ته زیان نه وای اړولی نو صادرات به تر دې هم ډېر شوي وای.

د کندهار د کرنې او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو امر مولوي شمس‌الرحمن موسی په دې اړه وایي: «زموږ د معلوماتو له مخې، تېر کال سېلابونو او بارانونو څه کم پنځه زره هکټاره ځمکه تخریب کړل، انګور او انځر ډېر خراب شول، که نه نو صادرات به ډېر زیات وای.»

شنونکي وایي، دا مهال په هېواد کې صنعت او سوداګرۍ ته ډېره ښه زمینه برابره ده او چارواکي باید له دغه فرصته په ګټې اخیستنې سوداګرو او پانګه‌والو له بېلابېلو لارو څخه د پانګونې او سوداګرۍ زمینه برابره کړي، څو په هېواد کې روان خراب اقتصادي وضعیت ښه شي.

Views: 222

Exit mobile version