غزني ښار (پژواک، ۱۹ وری ۱۴۰۲): د غزني په ګیرو ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ د ځمکې پر سر شخړه شوې چې په پایله کې یې یو کس وژل شوی دی.
د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند ابوخالد سرحدي پژواک خبري اژانس ته وویل، شخړه پرون مازدیګر د یادې ولسوالۍ په «محبالله» کلي کې د دوو کلیوالو فدامحمد او لالي ترمنځ شوې ده.
هغه زیاته کړه، لومړی د دواړو کسانو ترمنځ د ځمکې د ملکیت پر سر لفظي شخړه شوې او وروسته په تاوتریخوالي اوښتې چې په پایله کې یې لالي پر فدامحمد ډزې کړې او هغه یې وژلی دی.
سرحدي وايي، له برید وروسته قاتل له سیمې تښتېدلی و خو نن د امنیتي کسانو له لوري د پکتیکا په اومنه ولسوالۍ کې ونیول شو.
د هغه په خبره، د پېښې په اړه پلټنې پیل شوې او نیول شوی کس به عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.
په غزني کې وخت په وخت د کلیوالو ترمنځ د ملکیتونو پر سر ورته شخړې کېږي چې ډېر مهال له مرګژوبلې سره ملې وي.
همدا څو میاشتې مخکې د یاد ولایت په دهیک ولسوالۍ کې د ځمکې پر سر شخړه کې لسو کسانو ته مرګژوبله اوښتې وه.
Views: 1033