محمودراقي (پژواک، ۲۵ وری ۱۴۰۲): د کاپیسا امنیه قومانداني په دغه ولایت کې د یوه ۶۵ کلن سړي د مړي له موندلو خبر ورکوي او وايي، د دغې قضیې په تړاو یې شپږ کسان نیولي دي.
د کاپیسا د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالفتاح فایز وايي، د دغه ولایت د حصه اول ولسوالۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدیریت د مسوولینو د کشفي اطلاعاتو پر اساس، د یوه سړي مړی د دغې ولسوالۍ په قاضيخېل کلي کې موندل شوی دی.
نوموړی زیاتوي، یاد کس عبدالحفیظ نومېده چې ۶۵ کاله عمر یې درلود او د قاضيخېل کلي اوسېدونکی و.
د هغه په وینا، نوموړی د نامعلومو وسلهوالو له خوا د چرهيي ټوپک په ډزو وژل شوی دی.
فایز وویل، د یاد کس د وژلو په تور د هغه د زوی د ادعا پر اساس شپږ کسان نیول شوي او څېړنې ترې روانې دي.
Views: 64