Pajhwok Afghan News

سمرقند کې د افغانستان په تړاو غونډه؛ د ښځو د تعلیم او کار ترڅنګ د ټول‌ګډون حکومت غوښتنه وشوه

اټلانټا (پژواک، ۲۵ وری ۱۴۰۲): د افغانستان په تړاو د سمرقند ناستې ګډونوالو د نړۍوالې ټولنې د غوښتنو، نشه‌یي توکو او له ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه خبرې وکړې.

د ازبکستان سمرقند ښار د افغانستان په اړه د سیمې او یو شمېر ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د څلورمې غونډې کوربه و.

له یادې غونډې وروسته د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د سمرقند په غونډه کې د کوربه هېواد، چین، ایران، ‌پاکستان، روسیې، تاجکستان او ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیرانو برخه اخیستې وه.

سرچینې زیاته کړې، ګډونوالو د افغانستان اوسني وضعیت او له موجوده واکمنانو څخه د نړۍوالې ټولنې د مهمو غوښتنو په اړه چې «د ټول‌ګډونه حکومت جوړول، افغان ښځو ته د کار او تعلیم فرصتونو برابرول او د اقلیتونو د حقونو تضمینول» په کې شامل دي، بحثونه وکړل.

په یاده غونډه کې د نړۍوال تروریزم او د نشه‌یي توکو کښت پر وړاندې مبارزې برخو کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د لا پیاوړو‌ اقداماتو پر ارزښت هم بحث وشو.

تر یاې غونډې مخکې ایران، ‌پاکستان،‌روسیې او چین په یوې څلوراړخیزې ناستې کې ټېنګار کړی و چې «د داعش، القاعدې، د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ، تحریک طالبان پاکستان، د بلوچستان د ازادۍ ځواک، جیش العدل او داسې نورې ټولې ترهګرې ډلې چې په افغانستان کې دي، د سیمې او نړۍ امنیت ته جدي ګواښ» دی.
دغو هېوادونو د افغانستان له سرپرست حکومته غوښتي چې د هغو ډلو پر ضد دې کلکه مبارزه وکړي چې دوی یې خپلې خاورې او امنیت ته خطر ګڼي.

په غونډه کې همداراز افغانستان د مرکزي او سوېلي اسیا د اتصال نقطه بلل شوی او ګډونوالو په دغه هېواد کې د بیارغونې او اقتصادي پروژو پر پلې کولو ټېنګار کړی دی. دوی ویلي ‌چې له دې چارې سره به هم افغانانو ته کاري فرصتونه برابر شي او هم به دغه هېواد د سیمې له اقتصادي پروسې سره یو ځای شي.

بلخوا د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د سرپرست وزیر امیرخان متقي په مشرۍ یې یو پلاوی د سمرقند غونډې ته تللی او غونډې ته د هغه وینا او متن یې هم خپور کړی دی.

متقي د غونډې ګډونوالو ته ډاډ ورکړی  چې دوی «هېڅ فرد او یا ډلې ته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د سیمې او یا د نړۍ د کوم هېواد پرخلاف وکاروي او یا په افغانستان کي د نشه‌يي توکو کښت یا قاچاق وکړي.»

متقي وویل، افغانستان چې د منځنۍ او سوېلي اسیا په یوه مهمه جیو ستراتيژيکه سیمه کې موقعیت لري، اوس د یوه مسؤول او ژمن حکومت له واکمنۍ برخمن دی. د هغه په وینا، یو باثباته او امن افغانستان کولای شي چې د سیمې په امنیت، ثبات او اقتصادي اتصال کې محوري رول ولوبوي.

نوموړی وایي: «زموږ هیله به دا وي چې د سیمې هېوادونه هم په افغانستان کې د ثبات او اقتصادي ښېرازۍ لپاره په مشترک ډول هغه شرایط برابر کړي چې مرسته وکړي ترڅو افغانستان خپل رغنده رول ولوبوي، موږ په خپله هم چمتو یو چې د یوه مسؤول حکومت په توګه خپل مسؤولیتونه ادا کړو.»

د متقي په خبره، دوی په هېڅ صورت اجازه نه ورکوي چې افغانستان له دې وروسته د منفي ټکرونو او نامشروع سیالیو مرکز شي.

Views: 335

Exit mobile version