ښرنه (پژواک، ۲۶ وری ۱۴۰۲): د افغاني سرې میاشتې ټولنې چارواکي وايي، د ترکیې د سرې میاشتې ټولنې په مالي ملاتړ د پکتیکا په ګیان ولسوالۍ کې زلزلهځپلو ته ۵۰ کورونه جوړوي.
په سوېلختیځ زون کې د افغاني سرې میاشتې رییس مولوي الیاسخېل ناصري پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه کورونه د ګیان ولسوالۍ په تشنکي او شیرا ورغه کلیو کې په اساسي ډول جوړېږي چې لګښت یې د ترکیې د سرې میاشتې ټولنې له لوري ورکول کېږي.
هغه زیاتوي، د کورونو سروې مخکې شوې وه چې د جوړولو چارې یې اوس پیل شوې او په بشپړېدو سره به یې د ۵۰ زلزلهځپلو کورنیو د سرپناه ستونزه حل شي.
نوموړي په دې اړه معلومات شریک نه کړل چې د دغو کورونو پر جوړولو څومره لګښت راځي، خو ویې ویل چې په درېیو میاشتو کې به بشپړ شي.
هغه خبر ورکړ چې ښه زېري پر لار دي او په نږدې وخت کې به د یاد ولایت په ټولو زلزلهځپلو سیمو کې د ویجاړو شوو کورونو د بیا جوړولو کارونه پیل شي.
بلخوا، د سیمې خلک وايي، د سرې میاشتې له ټولنې منندوی دي چې دوی ته سرپناوې جوړوي.
د ګیان ولسوالۍ یوه مخور ډاکټر یاسین پژواک خبري اژانس ته وویل چې د تېرې زلزلې له امله دغلته تر ۱۰ زره ډېر کورونه وران شوي دي.
هغه زیاته کړه: «تېرې زلزلې ډېر وځپلو؛ سلګونه کسان مو مړه شول او زرګونه کورونه وران شول، اوس چې موږ ته د سرې میاشتې له خوا کورونه جوړېږي، موږ یې له مرستې او اخلاص څخه منندوی یو.»
د یادولو ده، یوه میاشت وړاندې هم د یادې ولسوالۍ د زلزلهځپلو لپاره په اسیا کې د بشري خدمتونو/ CWS موسسې له خوا د ۵۰ کورونو جوړولو چارې پیل شوې وې.
هېره دي نه وي چې تېر کال په غبرګولي میاشت کې د پکتیکا ګیان، برمل او زېړوک ولسوالۍ یوې زورورې زلزلې ولړزولې چې له امله یې ۴۴۲ کسان مړه، ۴۵۰۰ کسان ژوبل او نږدې ۱۲ زره کورونه ویجاړ شول.
Views: 60