شبرغان (پژواک، ۲۷ وری ۱۴۰۲): د جوزجان پوهنې ریاست په دغه ولایت کې د ۱۱۰ ښوونځیو د بیارغونې چارې پیلېدو خبر ورکوي او وایي، په بشپړېدو سره به یې څه باندې ۳۰ زره زدهکوونکي له معیاري او خوندي ټولګیو څخه برخمن شي.
د جوزجان د پوهنې رییس مولوي محمدطاهر جواد پژواک خبري اژانس ته وویل: «دغه ښوونځي د تېرو ۱۰ وروستیو کلونو جنګونو او یا ترمیماتي چارو ته یې د تېر حکومت د نه رسېدنې له امله تخریب شوي وو.»
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د شبرغان ښار شاوخوا کلیو او پنځو ولسوالیو کې دغه ښوونځي د ۳۳۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت جوړېږي چې د اکټیډ موسسې له خوا ورکول کېږي.
نوموړي وویل: «۳۰ ښوونځي یوازې په قوش تېپې او درزاب ولسوالۍ کې رغول کېږي چې داعش ډلې د دغو ښوونځیو له ودانیو قرارګاوې جوړې کړې وې.»
جواد وویل، د یادو ښوونځیو د ترمیم چارې په درېیو میاشتو کې بشپړېږي او له ۳۰ زرو ډېر زدهکوونکي به له خوندي او معیاري زدهکړیز چاپېریال څخه برخمن شي.
جوزجان ۴۰۷ ښوونځي لري چې شاوخوا ۴۰ سلنه یې ودانۍ او ټولګي نه لري.
د جوزجان ځيني اوسېدونکي د دغه ولایت د پوهنې ریاست او اکټیډ ادارې له دغه اقدامه خوښ دي او وایي، په لرو او کلیوالي سیمو کې د درسي ټولګیو خرابوالي له امله اولادونو یې ښوونځيو ته د تلو لپاره ډېره کمه لېواتیا ښودله.
د جوزجان د درزاب ولسوالۍ د مغل کلي یو اوسېدونکی محمدالله وایي: «زموږ د ښونځي ودانۍ له دې امله چې له کلونو راهیسې داعش ډلې ترې د قرارګاه په توکه استفاده کوله تخریب شوې، په هغه کې ډېر کم ټولګي اباد پاتې دي، خو د وخت حکومت ته د دغې ډلې له تسلیمېدو وروسته، زموږ بچیان ښوونځي ته تلل، خو ټولګي یې خراب وو.»
هغه هیله لري، څومره ژر چې کېږي د دغه ښوونځيو د ترمیم چارې دې بشپړې شي.
همداراز په درزاب ولسوالۍ کې د هلکانو د یوې لېسې د لسم ټولګي زدهکوونکی نورمحمد وایي، اوسمهال تر خېمو لاندې درس وایي؛ ځکه چې ټولګي یې تخریب شوي دي.
نوموړي زیاته کړه: «له اکټیډ دفتره مننه چې زموږ ښوونځی ترمیموي.»
هغه له اکټیډ ادارې او د جوزجان له پوهنې ریاسته وغوښتل چې له زدهکوونکو سره د قرطاسیې او درسي موادو مرسته وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د پوهنې ریاست د خلکو او موسسو په مرسته په تېر یوه کال کې جوزجان ولایت اړوند لسو ښوونځيو ته ودانۍ او ټولګي جوړ کړي دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن