فیضاباد (پژواک، ۲۷ وری ۱۴۰۲): د بدخشان سیمهییزې سرچینې وایي، په دغه ولایت کې یوه ۲۵ کلن ځوان د کورنيو ستونزو له امله ځان زندۍ کړی او وژلی دی.
د فیضاباد د ولایتي روغتون سرطبیب ډاکټر شفقالله همدرد وایي، یاد کس روغتون ته د لېږد پر مهال مړ شوی دی.
نوموړی زیاتوي چې یاد کس تېره شپه ناوخته ځانوژنه کړې ده.
د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور رییس معزالدین احمدي وایي چې ۲۵ کلن احمد خالد تېره شپه د فیضاباد په نوي ښار کې د کورنۍ ستونزو له امله ځان زندۍ کړی او وژلی دی.
هغه زیاتوي چې یاد کس د پرزو پلورلو دوکان درلود او یوه اوونۍ مخکې مېرمن ترې جلا شوې وه.
Views: 72