ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ایران له افغانستان سره د ورزش برخه کې د همکاریو ژمنه وکړه

ایران له افغانستان سره د ورزش برخه کې د همکاریو ژمنه وکړه

author avatar
16 Apr 2023 - 13:59
ایران له افغانستان سره د ورزش برخه کې د همکاریو ژمنه وکړه
author avatar
16 Apr 2023 - 13:59

کابل (پژواک، ۲۷ وری ۱۴۰۲): د المپیک ملي کمېټه وایي، ایراني چارواکو ورسره ژمنه کړې چې په دغه هېواد کې د ۸۰۰۰ هغو افغان ورزشکارانو نوملړ ورسره شریکوي چې په ايران کې زېږېدلي دي.

د افغانستان المپیک ملي کمېټې او ورزش ریاست پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د دې کمېټې رییس عبدالودود حقاني په خپل کاري دفتر کې د ایران هېواد د ورزش برخې له يو شمېر استازو سره ليدلي دي.

په دې لیدنه کې حقاني وویل چې د المپیک ملي کمېټې دروازه د ټولو ورزشکارانو او له ګاونډیانو سره د ښه تعامل پر مخ خلاصه ده.

نوموړي وویل: «موږ د ورزش د ودې او پرمختګ لپاره هر ډول هڅې کوو او د ايران له اسلامي جمهوریته هم د ورزش د ودې لپاره د ښه او رغنده اړیکو غوښتنه کوو.»

سرچینې لیکلي، په دې لیدنه کې د ایران په استازیتوب پيام ابراهیم پور، سید حسام رضوي او محسن اسلام‌زاده خبرې وکړې.

دغو استازو وویل: «ايران د افغانســــــــتان له ورزش سره د لا زياتو همکاريو غوښتونکى دى او ټاکل شوې ده چې د ايران د ورزش وزارت مرستیال به په نږدې راتلونکي کې افغانستان ته راشي.»

دغه راز دوی ژمنه وکړه چې په ايران کې به مېشت افغان ورزشکارانو ته د خپل توان تر بریده ورزشي امکانات برابر کړي.

همدارنګه ایراني استازو وویل: «ټاکل شوې د ۸۰۰۰ هغو افغان ورزشکارانو لېست چې په ايران کې زیږېدلي او ځيني يې غواړي چې افغانستان ته راستانه شي، چمتو او د افغانستان بدني روزنې او سپورټ کمېټې په واک کې ورکړو، څو هغوی وکولاى شي په ازادانه توګه خپل هېواد ته راستانه او په کورنیو سياليو کې ګډون وکړي.»

دغه راز د ورزش او المپیک ملي کمېټې ویاند اتل مشواڼي پژواک ته وویل چې دغه ورزشکاران که وتوانېږي ملي لوبډلو ته لارپیدا کړي نو په نړۍوالو لوبو کې به د افغانستان استازولي کوي.

هغه زیاته کړه، دغه ۸۰۰۰ ورزشکاران داسې نه دي چې مستقیم به ملي ټيمونو ته انتخابېږي؛ دوی به داخلي سیالیو کې برخه اخلي او له هغه وروسته به وړ کسان ګومارل کېږي.

د یادونې ده، په دې لیدنه کې ایراني استازو د بدني روزنې او ورزش ریاست رهبرۍ ته دغه هېواد ته د سفر بلنه هم ورکړه.

Views: 44

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.