Pajhwok Afghan News

تېر ژمی سرپل کې د مېوو ډېری باغونه یخ وهلي

سرپل (پژواک، ۲۹ وری ۱۴۰۲): د سرپل ځيني بڼوال وایي چې تېر ژمی په دغه ولایت کې ډېری د مېوو باغونه یخ وهلي دي.

د سرپل د مرکز اړوند سیداباد سیمې یو باغ لرونکی عبدالحی وایي، تېر ژمی ډېر سوړ و؛ د ده د باغ ډېرو ونو لکه انګور، انار، انځر او الوچو زیان لیدلی دی.

نوموړي زیاته کړه: «زما لس کلنه خواري چې خپل باغ کې مې ایستلې وه، برباد شوه، د یوې مړۍ حلالې ډوډۍ پیدا کولو په موخه مې باغ جوړ کړ، له بده مرغه وچ شو او له دې پلوه مې سلګونه زره افغانۍ زیان ولید چې د باغ په جوړولو مې مصرف کړې وې.»

هغه له حکومته غواړي چې له زیانمنو بڼوالو سره مرسته وکړي څو هغوی وکولی شي پر خپلو پښو ودریږي.

د یاد ولایت د مرکز اړوند د سرخک سیمې یو بل باغ لرونکی عبدالبصیر وایي، سږ کال یې هیله مندي ډېره وه چې د باغ ونې به یې ښه حاصل وکړي، خو د تېر ژمي سختې سړې هوا د باغ ډېرې ونې له منځه یووړې او نورو پاتو ونو یې ښه حاصل ونه کړ.

نوموړی هم له حکومت او مسوولو بنسټونوغواړي چې د زیان لیدونکو باغونو د جوړېدو په برخه کې مرسته وکړي.

د سرخک سیمې یو بل بڼوال حیات الله هم وایي: «زه د انګورو پنځه جریب باغ لرم چې له بده مرغه ټول یخ وواهه او وچ شوی دی، لږ تر لږه مې یو میلیون افغانۍ تاوان کړی، که یخ نه وای وهلی ډېر محصولات به مې بازار ته وړاندې کړي وای.»

په همدې حال کې د سرپل د کرنې ریاست د کرنیزو چارو امر داملا شریف‌الله مصدق د بڼوالو خبرو په تایید پژواک ته وویل، تېر ژمی هوا د سانتي ګراد تر ۳۰ درجې پورته وه چې په پایله کې یې د مېوو ډېرې ونې لکه انار، انځر، خرما، انګور او الوچې یخ وهلې او یوازې د زردالو او مڼو ونو حاصل ورکړی دی.

 د هغه په خبره، یاد ولایت کې څلوېښت سلنه د مېوو ونې د سړې هوا یخ وهلې چې له دې پلوه باغدارانو ته میلیونونه افغانۍ تاوان رسېدلی دی.

هغه زیاته کړه، له زیانمنو بڼوالو سره د مرستو په موخه دغه موضوع د کرنې له وزارت سره شریکه شوې او هڅه کېږي چې له هرې ممکنې لارې مرسته وشي.

Views: 26

Exit mobile version