ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ازبکستان له افغانستان سره د ۲۰۰ ټنه خوراکي توکو مرسته وکړه

ازبکستان له افغانستان سره د ۲۰۰ ټنه خوراکي توکو مرسته وکړه

author avatar
20 Apr 2023 - 19:03
ازبکستان له افغانستان سره د ۲۰۰ ټنه خوراکي توکو مرسته وکړه
author avatar
20 Apr 2023 - 19:03

مزارشریف (پژواک، ۳۱ وری ۱۴۰۲): ازبکستان له افغانستان سره د بشري مرستو په دوام ۲۰۰ ټنه خوراکي توکي په یو لړ مراسمو کې افغان پلاوي ته وسپارل.

د افغانستان په چارو کې د ازبکستان استازی عصمت الله اېرګشوف د دغو مرستو شمېر ۲۰۰ ټنه یادوي، چې په کې اوړه، غوړي، غنم، د ماهي غوښه او آش شامل دي.

د نوموړي په وینا، دغه مرستې د ازبکستان د ولسمشر په ځانګړي سپارښتنه د کوچني اختر په پار د افغانستان له خلکو سره شوې دي.

په همدې حال د افغانستان سرپرست حکومت د اقتصاد وزیر دین‌محمد حنیف د دغو مرستو هرکلی کوي او د دواړو هېوادو ترمنځ د اړیکو پر دوام ټینګار کوي.

ازبکستان افغان پلاوي ته دغه مرستې په داسې حال کې سپاري، چې تېره اونۍ ترکمنستان هم له افغانستان سره د ۸۱ واګونه خوراکي توکو مرسته کړې وه.

Views: 39

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.