Pajhwok Afghan News

رییس‌الوزرا: د خلکو حقونو ورکولو او هغوی ته د هوساینې برابرولو پر وړاندې مکلف یو

کابل (پژواک، د غويي لومړۍ نېټه ۱۴۰۲): د افغانستان اسلامي امارت رییس‌الوزرا په خپل اختریز پیغام کې ویلي چې اسلامي امارت د خلکو حقونو ورکولو او هغوی ته د هوساینې برابرولو پر وړاندې مکلف دی او د دغه مکلفیت اداء کولو په موخه شپه او ورځ هڅې کوي.

هغه دغه راز زیاته کړې په تېرو شلو میاشتو کې یې د هېواد اقتصادي پیاوړتیا لپاره سترې اقتصادي پروژې او په ډېرو برخو کې مهم کارونه پیل کړي، په ټولو دولتي ادارو کې یې تر ډېره د فساد او اختلاص مخه نیولې ده.

دغه پیغام د افغانستان ملي ټلوېزیون ټویټرپاڼه کې خپور شوی او زیاته کړې یې ده چې د نېکمرغه کوچني اختر لمونځ نن سهار د ارګ په جامع جومات کې اداء شو.

د سرچیني په خبره، د ریاست‌الوزارء د دفتر لوی رییس  ډاکټر ملا عبدالواسع د نېکمرغه کوچني اختر په مناسبت د افغانستان اسلامي امارت د رییس‌الوزراء ملا محمدحسن اخند پیغام ولوست.

هغه ویلي، د دوی دویم مسوولیت دا دی چې د ولس د خوشحالۍ او د هېواد د ابادۍ لپاره په صداقت او مېړانه هلې ځلې وکړي.

ريیس‌الوزراء په خپل پیغام کې څرګنده کړې، اسلامي امارت د خلکو د حقونو د ورکړې او هغوی ته د هوساینې برابرولو په اړه مکلف دی او د دغه مکلفیت اداء کولو په موخه شپه او ورځ هڅې کوي څو په دې برخه کې خپل مکلفیت په سم ډول ترسره کړي.

په پیغام کې ویل شوي چې اسلامي امارت په ټول هېواد کې امنیت ټینګ کړی او د دښمنانو د هر ډول شومو پلانونو مخه یې نیولې ده.

دغه راز رییس الوزرا زیاته کړې: «په تېرو شلو میاشتو کې مو د هېواد د اقتصادي پیاوړتیا لپاره سترې اقتصادي پروژې او په ډېرو برخو کې مهم کارونه پیل کړي، په ټولو دولتي ادارو کې فساد او اختلاص له منځه تللی او د امارت دروازې د ټول افغان ملت پر مخ پرانیستې دي، هېوادوال کولای شي په ازادانه توګه خپلې ستونزې د اسلامي امارت له مسوولینو سره شریکې کړي.»

په دغه پیغام کې څرګنده شوې چې اسلامي امارت د خپل مسوولیت له مخې د افغانستان د ټولو پرګنو خادم نظام دی چې په حراست او قاطعیت سره یې د ټول مجاهد ملت رضایت او باور ترلاسه کړی دی.

په دغو مراسمو کې د سترې محکمې رییس او قاضي القضات مولوي عبدالکحیم حقاني هم خبرې کړې دي.

هغه ویلي، علماء او حکماء باید یو ځای د الهي اوامرو مطابق عمل ترسره او د ټولنې د اصلاح او فساد د له منځه وړو لپاره دې هڅې وکړي.

د هغه په وینا، د اسلامي امارت هر مسوول او وزیر باید ځانونه خادمان وبولي، نه امیران او خپل ورسپارل شوي مسوولیتونه دې په درست ډول اداء کړي، خپلې ورځنۍ چارې دې محاسبه او د سبا لپاره دې چمتووالی ولري.

د یادونې ده، سږ کال د کوچني اختر لمونځ په داسې حال کې د سرپرست حکومت چارواکو له خوا په ارګ ادا شو چې هیڅ یوې ازادې رسنۍ ته یې بلنه نه وه ورکړې.

Views: 240

Exit mobile version