Pajhwok Afghan News

زابل او پکتیکا کې د اختر په مناسبت ورزشي سیالۍ پيل شوې

کلات، ښرنه (پژواک، ۴ غویی ۱۴۰۲): د زابل په شاه‌‎جوی ولسوالۍ کې نن د کوچني اختر په مناسبت د نیزه‌وهنې او د پکتیکا په مرکز ښرنه کې د کرکټ سیالۍ پيل شوې.

د زابل د بدني روزنې او ورزش آمر احمد غلامي پژواک خبري اژانس ته وویل، نن په شاه‌جوی ولسوالۍ کې د نیزه‌وهنې سیالۍ پیل شوې او درې ورځې به دوام وکړي.

هغه زیاته کړه، په یادو سیالیو کې د زابل د شاه‌جوی، میزانې، ارغنداب ولسوالیو او د غزني ولایت د ناوې او انګوري ولسوالیو ۳۰ لوبغاړي ګډون لري.

د سیمې خلک وايي، خوښ دي چې له کلونو وروسته په دغه ولایت کې ورزشي سیالۍ ترسره کېږي.

د شاه‌جوی ولسوالۍ قومي مشر حاجي ملنګ پژواک ته وویل: «په تېرو شلو کلونو کې موږ د خوښۍ مراسم نه و لیدلي، نو ځکه ټول خوشحاله دي.»

د یو بل خبر له مخې، د پکتیکا په مرکز کې د درېیو ولایتونو د لوبډلو ترمنځ د کرکټ سیالۍ پیل شوې دي.

د یاد ولایت د کرکټ امر شېردل دانش پژواک ته وویل: «نن په ښرنه کې د پکتیکا، پکتیا او غزني ولایتونو اته ټيمونو په ګډون اووه ورځنۍ سیالۍ پیل شوې.»

نوموړي زیاته کړه چې د یادو سیالیو موخه له ورزش سره د خلکو لېوالتیا زیاتول دي.

د یادونې ده، په هېواد کې د اوږدې جګړې له ختمېدو وروسته خلک د اختر په ورځو کې د نورو ساتېریو ترڅنګ بېلابېلې ورزشي لوبې هم کوي.

Views: 56

Exit mobile version