میدانښار (پژواک، ۶ غویی ۱۴۰۲): د میدان وردګو په چک ولسوالۍ کې د والیبال ۴۰ ټیمونو ترمنځ سیالۍ پرون پای ته ورسېدې.
دغه سیالۍ د اختر په دویمه ورځ پيل شوې وې چې د ولایت په کچه د والیبال ۴۰ ټیمونو برخه پکې اخیستې وه.
د یاد ولایت د بدني روزنې او ورزش آمر ذبیحالله وهاج پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغو سیالیو لومړی مقام بمبایي بازان او دویم مقام شهید بلال لوبډلې وګټل.
هغه وویل، د یادو سیالیو موخه د ورزشکانو ترمنځ اتفاق او یووالی و.
د یادونې ده، په هېواد کې د څو لسیزې جګړې له ختمېدو وروسته، د اختر په ورځو کې په بېلابېلو ولایتونو کې د تفریح او ساتېریو په موخه ورزشي لوبې هم ترسره کېږي.
Views: 33