ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بغلان کې ۱۵ نوې تاریخي سیمې ثبت شوې دي

بغلان کې ۱۵ نوې تاریخي سیمې ثبت شوې دي

author avatar
27 Apr 2023 - 13:25
بغلان کې ۱۵ نوې تاریخي سیمې ثبت شوې دي
author avatar
27 Apr 2023 - 13:25

پلخمري (پژواک، ٧ غويی ۱۴۰۲): د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي، د تازه سروې له مخې، په دغه ولایت کې ۱۵ نور ځايونه هم د تاريخي سيمو په توګه ثبت شوي دي.

له دې مخکې په بغلان کې ۲۷ سیمې د لرغونو ځایونو په توګه ثبت شوي وو.

د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ ريیس مولوي مصطفی هاشمي پژواک خبري اژانس ته وویل چې څه موده مخکې دغه ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګي اثارو د سروې او ثبت څانګې یو پلاوى ورغلى و چې د ٣٠ تاريخي ځايونو سروې يې وکړه.

هغه وايي، دغه پلاوي د مرکز پلخمري په ګډون په جلګه، نهرین، مرکزي بغلان، دهنه‌غوري، خنجان، بنو، ده‌صلاح او پل‌حصار ولسوالیو کې ۱۵ سیمې د تاريخي ځايونو په لېست کې ورزياتې او ثبت کړې.

هغه وايي، دغه نوي تاريخي ځايونه زیارتونه، تیپې او کاروان سرایونه دي چې سلګونه کلونه مخکې د وخت حکومتونو له خوا جوړ شوي دي.

د نوموړي په وينا، د هېواد لپاره تاريخي سيمې ډېرې مهمې دي خو دلته ځيني کسان د تاريخي سيمو لوټلو هڅې کوي خو اوس یې د ځانګړې امنيتي قطعې له لوري مخه نيول کېږي او د دغه کار اجازه نه ورکول کېږي.

دغه راز بغلان کې د تاریخي سیمو ساتنې ځانګړې ۰۱۲ قطعې قوماندان وايي چې پخوا ممکن ځینې تاریخې سیمې سپړل شوې او غصب شوې وي خو د نوي حکومت له راتلو وروسته  يې په بشپړه توګه مخه نيول شوې ده.

دی وايي، په بغلان کې د نوو تاریخي ځایونو ثبت وښوده چې په دغه ولایت کې نورې لرغونې سيمې هم شته.

دا په داسې حال کې ده چې يوه میاشت مخکې هم د دغه ولایت د جلګې ولسوالۍ په یو کلي کې د لارې جوړولو پر مهال پخوانیو سیکو ته ورته تاریخي اثار ترلاسه شوي وو.

Views: 48

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.